د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: افغان ځواکونو د ۱۴ ولسوالیو مرکزونه بېرته نیولي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ولسوالیو سقوط د طالبانو تبلیغات دي او افغان ځواکونو د ۱۴ولسوالیو له مرکزونو څخه د دغې ډلې جنګیالي ایستلي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونه د افغانستان په ټولو سیمو کې ثابت حضور لري.

هغه زیاته کړه: "سقوط د یوې پوستې د (نیولو) په معنا دی، د یوې ولسوالۍ د جغرافیې د (نیولو) په معنا نه دی. سره له دې هم موږ د ۱۰ تر ۱۴ ولسوالیو مرکزونه بېرته د طالبانو له ولکې ازاد کړي دي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغو ولسوالیو د نومونو په اړه او دا چې په کومو ولایتونو کې موقعیت لري څه ونه ویل.

ښاغلي ارین ټینګار وکړ چې په یو شمېر ولسوالیو کې افغان ځواکونه له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته تللي دي ځکه چې د هغه په وینا د "اراضۍ په پرتله د سرتیري ژوند مهم دی".

په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۴۴ طالبان وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت په یو بیان کې ویلي چې دا عملیات په لغمان، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغیس، فراه، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې شوي دي.

همدا شان د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو د نظامي کمېسیون د تنظیم رئيس مولوي مخلص د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود سیمه کې وژل شوی او د دغې ډلې د سرې قطعې قوماندان ملا عوض ټپي شوی دی.

خو طالبانو تراوسه د افغان ځواکونو له لورې د ولسوالیو د بېرته نیولو او د دغې ډلې جنګیالیو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ادارو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG