د لاس رسي وړ اتصالات

محب: امنیتي ځواکونه شمال کې د طالبانو ضد متقابلو بریدونو ته تیاری نیسي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو په وړاندې په پلان جوړولو بوخت دي.

وروسته له هغې چې د طالبانو ډلې د افغانستان په شمیر شمالي ولایتونو کې څو ولسوالۍ ونیولې، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې په روسیې کې په خبرو بوخت دی، د روسیې د دولتي اژانس سره په مرکه کې وویل چې افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو تمه نه درلودله، خو ټینګار یې وکړ چې "مطلقاً، قطعاً" متقابل بریدونه به وکړي.

مسکو ته د ښاغلي محب د سفر سره جوخت د روسیې د تاس اژانس د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله د دوشنبې په ورځ جولای ۵ (چنګاښ ۱۴) رپوټ ورکړ چې په مزارشریف کې ددې هیواد د قنسلګرۍ فعالیت ځنډول شوی دی.

ددې نه یوه ورځ مخکې ترکیې، پاکستان او ایران هم په مزارشریف ښار کې د خپلو قنسلګرید فعالیت درولی و.

په څو تیرو اونیو کې د طالبانو بریدونه ددې سبب شوي چې د بدخشان، تخار او فاریاب په ګډون د افغانستان په شمالي ولایتونو کې څو ولسوالۍ سقوط وکړي.

د طالبانو د بریدونو په زیاتیدو او په شمال کې د هغوی په پرمختګ سره د تاجکستان سرحدي ځواکونو ویلي دي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو څه دپاسه ۱۰۰۰ منسوبین د یکشنبې په ورځ «تاجکستان ته تښتیدلي» دي.

له دې دمخه هم د تاجکستان سره پولې ته نژدې ساحو کې د افغان امنیتي ځواکونو د شا ته تګ رپوټونه ورکړل شوي وو، خو دغه وروستۍ پیښه تاجکستان ته د افغانستان د «امنیتي او دفاعي ځواکونو د تیښتې لویه شمیره» بلل کیږی.

پدې ترڅ کې د تاجکستان د جمهوري ریاست دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د تاجکستان د جمهور رئیس امام علي رحمان، سره په تیلیفوني تماس کې د تاجکستان سره په پوله د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د امنیتي وضعیت په ګډون په مختلفو موضوعګانو خبرې کړې دي.

پدې اعلامیه کې راغلي دي چې ښاغلي رحمان د تاجکستان خاورې ته د افغان ځواکونو په تیریدو اندیښنه څرګنده کړې ده.

ددې سره جوخت د رویترز اژانس د تاجکستان د دولتي منابعو له خولې رپوټ ورکړی چې دا هیواد هغو مهاجرینو ته د کمپ د جوړولو په لټه کې دی چې ممکن د افغانستان نه تاجکستان ته وتښتي.

XS
SM
MD
LG