د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر ووژل شو


محمد ابراهیم دوراندېش
محمد ابراهیم دوراندېش

افغان امنیتي چارواکي وايي، د تخار ولایت د امنیت آمر محمد ابراهیم دوراندېش په یو وسله واله برید کې وژل شوی دی.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر نن سې شنبه اپرېل ۱۳ (وري ۲۴) امریکا غږ ته وویل چې محمد ابراهیم دوراندېش تیره شپه د یوې جنايي موضوع د تعقیب لپاره د تخار مرکز تالقان دریمې امنیتي حوزې ته تللی و چې ډزې باندې شوي دي.

اسیر زیاته کړه: "تیره شپه ۱۱ بجې د تالقان ښار له دریم سرک څخه پولیسو ته خبر ورکړل شو چې یو کس یو تن وژلی دی، کله چې پولیس د دغه پېښې د تعقیب په اړه اقدام کوي د قاتل له غبرګون سره مخ کیږي."

د تخار د پولیسو ویاند وویل چې یوې ښځې د دغه کس په همکارۍ خپل مېړه وژلی و او کله چې پولیسو د دغه قاتل د نیولو په اړه اقدام وکړ د هغه له مقاومت سره مخ شول.

د امنیتي چارواکو په وینا په دغه نښته کې بریدګر هم وژل شوی او د خپل مېړه د قتل په تور یوه ښځه هم د پولیسو لخوا نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا اووه میاشتې مخکې د راز محمد دوراندېش په نوم د تخار د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر هم پولیسو ته د کمک رسولو پرمهال د تخار په بهارک ولسوالۍ کې له خپلو اتو ملګرو سره د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG