د لاس رسي وړ اتصالات

کندز او بلخ کې نښتې؛ نهه افغان امنیتي ساتونکي وژل شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

افغان سیمه ییز چارواکي وايي، په کندز او بلخ ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بریدونو کې ۹ امنیتي ساتونکي او پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي نن چهارشنبه سپټمبر۱۶ (وږې ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه له تخار سره پر پوله په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنیتي سرتیرو پر پوستو بریدونه وکړل چې په وینا یې د سهار تر څلورو بجو یې دوام درلود.

ښاغلي مرادي زیاته کړه چې: "تیره شپه طالبانو د کندز او تخار په بندر کې د دشت ارچي ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، په دغه بریدونو کې بدبختانه شپږ امنیتي سرتیري شهیدان شوي دي."

نوموړي دا هم وویل چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې ونښود.

پر همدې مهال د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي بیا امریکا غږ ته وویل چې په دغه جګړه کې پنځه امنیتي سرتیري او درې سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

په ورته مهال د بلخ ولایت د چهار کنت ولسوالې سلیمه مزاري امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه په یاده ولسوالي کې د وسله والو طالبانو برید کې درې سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

نوموړې زیاته کړه چې د یادې ولسوالۍ په یوه بله سیمه کې بیا د طالبانو برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيا شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

افغان چارواکي پر داسې مهال د طالبانو بریدونو کې د مرګ ژوبلې خبر ورکوي چې په دوحه کې د دواړو لورو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG