د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار د ملي پوستون د شورا مشر وژل شوی


Archive
Archive
په تخار کې د ملي پیوستون د شورا ریس نجیب الله د دوشنبې په ورځ د تالقانو ښار اړوند د قزاقو په کلي کې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

د تخار د امنیي قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وايي چې ریس نجیب له دوه ساتوونکو سره په خپل کلي کې وژل شوی او یو بل ساتوونکی يې ټپي دی. عبدالخلیل داسي وویل،، نن سهار ریس نجیب چې یو قومي مشر و او د قزاقو د کلي د انکشاپي شورا ریس و غوښتل یې چې له ښاره کلي ته لاړ شي په لار کې ورته نامعلومو وسله والو کمین نیولې و، چې ریس نجیب او د هغه دوه ساتوونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی.،،

عبدالخلیل زیاته کړه چې ریس نجیب له ځان سره درې ساتوونکي درلوده، خو دوي ته يې کله هم شکایت نه و کړی چې ګوندې ګواښ ورته متوجه دی. هغه د ریس نجیب د وژلو علت د سیمې ستونزې په ګوته کړې او ويې ویل چې تر اوسه يې د قتل په تور څوک نه دي نیول شوي.

د سرای سنګ د کلي اوسیدونکی عبدالمراد چې د وژل شوي ریس نجیب الله کلیوال دی په دې خفه دی چې ولې د قومي او پوهه خلکو وژنې دوام لري هغه داسي وايي،،ملي شخصیتونه او قومي مشران وژل کیږي خو دولت دومره بې کفایته دی چې په اړه يې هیڅ تحقیقات نه کوي.،،

نوموړی چې په سترګو کې یې اوښکي حلقه وې ویل يې چې که دولت د خپلسرو وسله والو مخه ونه نیسي نو فکر کیږي چې قومي مشران به له منځه لاړ شي. ،، که دولت په دې شکل خپلسري وسله وال خلک پر خپل حال ازاد پریږدي فکر کیږي چې یو ملی شخص به هم ژوندی پاتي نه شي.،،

انکشافي شورا ګانې د کلیو او پراختیا د ریاست تر څارنې لاندې په کلیو کې د خلکو په خوښه د بیارغونې وړې پروژې عملي کوي.
XS
SM
MD
LG