د لاس رسي وړ اتصالات

مراد: طالبان د پاکستاني بندیانو پر خوشې کولو ټینګار کوي


عکس(ارشیف) د طالبانو ازاد شوي بندیان
عکس(ارشیف) د طالبانو ازاد شوي بندیان

د افغانستان جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي چې د سولې د ټینګېدو لپاره د هغو طالب بندیانو خوشې کولو ته ژمن دي چې ورباندې د "حق‌العبدي" ادعا نه وي.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتو مشر رضوان مراد د سې‌ شنبې په ورځ جولاۍ ۱۴مه (چنګاښ ۲۴) خبریالانو ته وویل چې طالبان د افغان حکومت په زندانونو کې د پاکستاني بندیانو په خوشې کولو ټینګار کوي.

ښاغلي مراد زیاته کړه: "د افغانستان خلک باید له طالبانو پوښتنه وکړي چې ته ولې د پاکستانیانو په خوشې کولو ټینګار کوې، یا ولې د خارجیانو په خوشې کولو، د هغو خلکو په خوشې کولو ټینګار کوې چې په روژه کې یې ۱۵۰ بې‌ګناه افغانان په ټانکر بم الوځولي دي."

طالبانو لا د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو ټېنګار یې دا دی چې دوی د خپلو بندیانو لست وار د مخه افغان حکومت ته سپارلی دی.

د ښاغلي مراد پر وینا افغان حکومت د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې له تړون وروسته تراوسه شاوخوا ۴۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړي، خو په مقابل کې یې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له شمېرې د شاوخوا ۶۰۰ بندیانو چې ویل کېږي ورباندې "حق‌العبدي" ادعاوې دي له خپلو زندانونو څخه د نه خوشې کولو پریکړه کړې ده.

همداشان د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د افغان حکومت له لوري د طالب بندیانو خوشې کول، په دفاعي حالت کې د افغان ځواکونو پاتې کېدل او ځینو نورو مواردو ته په اشارې وویل چې افغان حکومت له خپل اړخه د سولې لپاره د پام وړ اقدامات کړي خو په دې برخه کې یې د طالب لوري هڅې خورا کمې وبللې.

ښاغلي صدیقي وویل چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې لپاره خپل مسولیتونه ترسره کړي او زیاته یې کړه: "طالبان ډیر شاته پاتې دي، د هغوی اقدام ډیر کم او د پام وړ نه دي.

لا هم تاوتریخوالی وینو چې په لوړه کچه کې دی. هغوی تراوسه مذاکراتو ته حاضر نه دي. زموږ اسیران لا خوشې شوې نه دي او لویه ملامتي د طالبانو په غاړه ده".

له دې وړاندې یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته تائید کړې وه چې طالبانو یو نوی لست افغان حکومت ته سپارلی چې له مخې به یې نور طالب بندیان له زندانونو څخه خوشې شي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دا خبر رد او هغه یې د افغان حکومت یو تاکتیکي چلند وباله.

XS
SM
MD
LG