د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت: د طالبانو "الفتح" عملیات د ذهنیتونو مغشوشول دي


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې تر بل هر وخت تیزي شوي طالبانو د «الفتح» په نوم د پسرلنیو عملیاتو پیلولو خبر ورکړی دی.​

طالبانو د جمعې په ورځ (وري ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په افغانستان کې به د افغان او نړیوالو سرتېرو په وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.

خو د افغانستان حکومت وایي "طالبان د بدخشان په ارغنجواه، د سرپل په سانچارک، د غزني په مقر او د بادغيس په بالامرغاب او ابکمري ولسواليو کې د درنو تلفاتو او ماتو وروسته" دا کار د عامه اذهانو د مغشوشولو په خاطر کوي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې د طالبانو د نویو پسرلنیو عملیاتو د پيل اعلان یوازي د دغې ډلې پروپاګند بللی او ویلي دي چې د تېر په څېر به سږ کال دغې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د پوځي عملیاتو له لاري خپلو اهدافو ته ورسیږي.

افغان حکومت او طالبان پر داسې مهال په روان کال کې د یو او بل پر ضد د پسرلنیو عملیاتو اعلانولو خبر ورکوي چې له تېرو شپږو میاشتو راپدیخوا په افغانستان کې د سولې د ټینګښټ او جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅو زور اخیستی دی.

امریکا د افغانستان د ۱۸کلنې جګړې د پای ته روسولو په هدف پنځه ځلې له طالبانو سره مخامخ خبري کړي چې ټاکل شوې روانه میاشت د دواړو لورو ترمنځ شپږمه ناسته هم تر سره شي.

د دې ترڅنګ ټاکل شوې د اپرېل میاشتې پر۱۹مه د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې بین الافغاني غونډه تر سره شي، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي او د یادي غونډې د ګډونوالو ټاکلو په اړه له تېرو څلورو ورځو «د مصالحې عالي شورا» کار پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG