د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو ارغنج‌خوا ولسوالي بېرته له طالبانو نیولې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بدخشان ولایت ارغنج‌خوا ولسوالي یې نن سهار بېرته له وسله والو طالبانو څخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د سې شنبې په ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو د عملیاتو پر مهال ۱۴ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

افغان چارواکي وايي، د دغه ولسوالۍ د نیولو لپاره له تېرو دوو ورځو عملیات پيل شوي و.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري هم امریکا غږ ته وویل چې په سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو هوايي بریدونه دوام لري او طالبان یې د یادې ولسوالۍ له مرکز څخه پر شا تمبولي دي.

نظري وویل، چې د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو پر مهال وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

وسله والو طالبانو د روانې اونۍ د شنبې ورځ تر پراخو بریدونو وروسته یاده ولسوالي ونیوله.

افغان ځواکونو د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو پر مهال امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړو هغه مهال ویلي و چې د دغه ولسوالۍ د سقوط پر مهال ۱۳ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپیان شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپل ټوېټر لیکلي، چې له ارغنج‌خوا ولسوالۍ څخه د پوځي وسایلو تر وړلو وروسته له دغه ولسوالۍ څخه بیرته وتلي دي.

مجاهد ویلي، وسله وال یې د یادې ولسوالۍ په یو کېلومترۍ کې مېشت دي.

د بدخشان دوې نورې ولسوالۍ وردوج او یمګان هم له تېرو دوو کلنو د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

ارغنج‌خوا د بدخشان مرکز فیض اباد ختیځ ته په ۳۴ کیلومترې کۍ پرته ده.

XS
SM
MD
LG