د لاس رسي وړ اتصالات

ویلسن طالبانو ته: د دوه لسیزو لاسته راوړنو د زیانمنولو لپاره هڅې ودروئ


کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر وايي چې اوس ۲۱مه پیړۍ ده او په دې دوره کې ښوونځیو ته د نجونو په تللو او یا په ټولنه، حکومت او د کار په ځای کې په ښځو باندې د محدودیتونو لګول ځای نه لري.

راس ویلسن د پنجشنبې په ورځ د جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) په خپل ټویټر کې ۲۱مې پیړۍ ته د طالبانو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې ښځې باید اړې نشي ترڅو له محرم سره عامه ځایونو ته لاړې شي.

ښاغلي ویلسن طالبانو ته په خطاب ټینګار کړی: "باید ښځو ته دستور ورنکړل شي چې په خپله ټولنه کې څه واغوندي، خپل کار له لاسه ورکړي...د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د زیانمنولو لپاره خپلې هڅې ودروئ. له ۲۱مې پیړۍ سره یوځای شئ".

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون هم د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې په ښځو د محدویتونو د لګولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه کمېسیون تېره اونۍ ویلي و چې طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې له محرم او شرعي حجاب پرته له کور څخه د ښځو په وتلو باندې بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې د نجونو او ګډو ښوونځیو تړل کېدل، د تلویزیون په لیدلو بندیز، له شرعي محرم پرته له ښځو سره د همکارۍ په تړاو ډاکټرانو، هټیوالو او ډریورانو ته ګواښ د طالبانو له خوا نور لګول شوي بندیزونه دي چې د ښځو د بشري حقونو د نقضولو ښکارندويي کوي.

طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو د دغې ډلې مشر په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې طالبان د ولس بشري حقونو ته ژمن دي او د "شریعت په چوکاټ" کې ښځو ته مناسب ښوونیز چاپیریال برابروي.

XS
SM
MD
LG