د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان والي: پاکستان افغانستان ته نوي طالبان استوي


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان
د نورستان والي پر پاکستان تور ولگاوه چې د سیاپوشانو په نامه یو ډول طالبان یې دغه ولایت ته د امنیت د گډوډولو لپاره استولي دي.

والي حافظ عبدالقیوم امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په نورستان کې تر ډېره بهرني جنګیالي دي چې مشرتابه یې د ده په ټکو د پاکستان استخباراتي کړۍ کوي او نورې عملیاتي چارې یې افغان طالبانو ته ورترغاړي دي .

نوموړي وویل « د سیاه پوشانو په نامه د طالبانو یوه نوې ډله میدان ته راوتلې ده چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهېسې یې یولس افغان طالبان په دې خاطر اعدام کړي چې د انتخاباتو په ګډوډولو کې پاتې راغلي و. »

د نورستان والي وویل چې سیاه پوش طالبان مخامخ د پاکستان د یوې ترهګرې ډلې لشکر طیبه او ددغه هېواد د استخباراتو د ادارې په لارښوونې ترهګریز فعالیتونه کوي.

ده په خپلو خبرو کې په وار وار تور ولګوه چې پاکستان افغانستان ته او په خاص ډول نورستان ولایت ته وسله وال طالبان استوي چې امنیت ګډوډ کړي، خو دا هغه ادعا ده چې پاکستاني چارواکو په وار رد کړې ده .

په اصل کې والي عبدالقیوم د هغې خپرې شوې ویډیو په اړه له امریکا غږ سره خبرې کولې چې په کې یو شمېر مخ پټي طالبان ښودل کیږي چې په عام محضر کې درې تنه پر دار ځړوي .

طالبانو په خپلې یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې دوی په نورستان ولایت کې هغه طالبان نیولي او اعدام کړي چې په خبره یې افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو ته یې جاسوسي کوله .

نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت یو غرنی او له ځنګونو او ونو ډک ولایت دی ، چې له کونړ او لغمان ولایتونو پرته له پاکستان سره هم اوږده پوله لري .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG