د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت او طالبانو په اماراتو کې پټې خبرې کړیدي


آرشیف
آرشیف
د اسوشیټډ پرس خبرې آژانس رپوټ ورکړی دی چې د افغانستان د حکومت دوه وزیرانو په متحده عربي اماراتو کی د طالبانو سره کتلي دي.

خو د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو رئیس محمد اسمعیل قاسمیار وايي چې دوی خبر نه دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دې په عربي متحده اماراتو کې خبرې شوي وي.


د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو رئیس محمد اسمعیل قاسمیار د امریکا غږ آشنا راډیو سره په مرکه کې دغه خبره وکړه.

ښاغلی قاسمیار وویل په څه شی چې خبر نه وي او کافي معلومات و نه لري، هغه نه ردولی شي او نه یې تاییدولی شي.


مگر په پارلمان کې د پکتیا وکیل گل پاچا مجیدی د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د اسوشیټډ پرس دغه خبر ځکه تاییدوي چې په دې اخرو وختونو کې د عربستان حکومت وروسته له ډیرې اوږدې مودې نه ورسته د سولی په پروگرام کی دخیل شو، او د سولی شورا یې اسلامي کنفرانس ته ور وبلله.

د عربستان خارجه وزیر پاکستان ته سفر وکړو او د افغانستان د سولې د پرگرام په باره کې د پاکستاني مقاماتو سره وغږیده او مشخصوغوښتنې کې یی چې کړیدی ، یوه د طالبانو سره د خبرو اترو او بله په عربستان کې طالبانو ته د یو دفتر د جوړولو مسله وه. نو داسې ښکاري چې دا لیدل کاته به شوي وي.


ښاغلی مجیدی وايی ، بله مسله دا هم ده چې په مختلفو محاذونو کې په تیره بیا د افغانستان په جنوبي او جنوب ختیځو سیمو کې او همدارنگه په مشرقي ولایتونو کې د ځایي چارواکو او د سولې د عالي شورا له خوا د طالبانوسره خبرې روانې دي نو امید شته او کیدی شي چې دا هڅې به بریالی شي.

دا مرکې دلته اوریدلی شې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:38 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG