د لاس رسي وړ اتصالات

څوک چې کوکنار نه کري په مقابل کې دې تخمونه او سرې ورکړل شي – کروندګر


څوک چې کوکنار نه کري په مقابل کې دې تخمونه او سرې ورکړل شي – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

په لغمان کې د کوکنارو یو شمېر پخواني کروندګر وايي، اوس چې کوکنار نه کرل کېږي او د طالبانو حکومت پرې په یو اړخیز ډول بندیز لګولی نو په مقابل کې کروندګرو ته باید کیمیاوي سرې او اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي.

په لغمان کې د کوکنارو یو شمېر پخواني کروندګر وايي، اوس چې کوکنار نه کرل کېږي او د طالبانو حکومت پرې په یو اړخیز ډول بندیز لګولی نو په مقابل کې کروندګرو ته باید کیمیاوي سرې او اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي.

د دې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې حسیب الله په شاو خوا یونیم جریب ځمکه کې د بادرنګو کر کړی دی، چې اوس تازه حاصل ته رسېدلی.

دی وايي، کروندګر کوکنار نه کري، خو د طالبانو حکومت باید مرستې ور سره وکړي، تر څو کروندګر له بازار څخه د تخمونو او سرو له پېرلو څخه خلاص شي.

نوموړی وايي، بازاري تخمونه له یوې خوا قیمته او له بل لوري يې کیفیت هم ښه نه وي، چې بیا ښه حاصلات نه ورکوي.

حسیب الله وویل:”دهقان چې نشه يې توکي لکه کوکنار، بنګ او نور نه کري نو د هغې په بدل کې دې حکومت ورته تخم، سرې، درمل او نورې مرستې وکړي“.

دی وايي، ځمکه يې په اجاره نیولې او په خپلو شخصي لګښتونو هر کال بېلابېل فصلونه کري، کله يې خپل کړي لګښتونه تر لاسه کړي وي او کله بیا له جیبه تاواني وي.

د هغه په خبره، چې اوس مهال يې د بادرنګو له حاصلاتو یو چین را ټول کړی او نور به هم وخت په وخت را ټولوي، خو وايي په لومړیو چینونو کې د بادرنګو حاصلات کم وي.

دی امریکاغږ ته وايي: ”دا اول ګل خو کم بادرنګ کوي لکه اول ګل يې یا ۲۰ پاکټه وي ۳۰ یا تر ۵۰ پاکټو پورې، خو چې ښه ورسېږي بیا تر ۱۵۰ پاکټه کوي“.

د حسیب الله د معلوماتو له مخې اوس مهال یو پاکټ بادرنګ له ۱۰۰ افغانیو نیولې تر ۱۲۰ افغانیو پورې پلورل کېږي او د ټولو حاصلاتو اندازه يې هم تر ۱۵۰۰ پاکټو پورې پورته کېږي.

د لغمان بادرنګ مشهور اوهر کال چې حاصل ته ورسېږي، نو پر ختیځو ولایتونو سربېره کاپیسا، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

XS
SM
MD
LG