د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان بریښنا شرکت د ترکمنستان له چارواکو سره د وارداتي بریښنا د لیږد په پروژو خبرې کړي


د افغانستان او ترکمنستان د بریښنا چارواکو پرېکړه کړې چې د هرات ولایت نورالجهاد سب سټيشن پروژې کار به په راتلونکې یوه اونۍ کې پیل او له بشپړېدو وروسته به یې هرات ولایت ته له ترکمنستان څخه ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا وارده شي.

د افغانستان د بریښنا شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، کابل ته د راغلي ترکمنستاني پلاوي او برېښنا شرکت د چارواکو تر منځ درې ورځنۍ خبرې د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۰ ( چنګاښ ۲۹) پای ته ورسیدې.

اعلامیه وايي چې په دې ناسته کې، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د مزي پروژې او د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د بریښنا د لیږد پروژې (TAP) د عملي کیدو په لارو چارو هم خبرې شوي دي.

کابل ته په راغلي پلاوي کې د ترکمنستان برېښنا شرکت (ترکمن انرګو) رئیس دردي الیاسف، د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان په مسیر کې د برېښنا نړېوالو پروژو مشر میر ارتیکوپ او د چالیک ترکي کمپنۍ اجرائیوي مشر حکمت سیزر شامل وو.

د بریښنا شرکت په اعلامیه کې ویلي: " په دې ناسته کې د اندخوی – شبرغان – پلخمري په مسیر کې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لیږد مزي پروژې په اړه پریکړه وشوه، چې ترکمن اړخ به په څو راتلونکو ورځو کې مالي او تخنیکي وړاندیزونه د افغانستان برېښنا شرکت د کتنې لپاره ولیږي او د افغانستان برېښنا شرکت به خپله پریکړه د لوړپوړو چارواکو له تائید څخه وروسته د وړاندیزونو پر بنسټ وړاندې کړي."

دا اعلامیه وايي چې په ناسته کې، له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لیږد (TAP) پروژې پر وړاندې د رامنځته شویو خنډونو، د نړیوالو مرستو د بندېدو پر اغیزو او ددغې پروژې د دوام پر حل لارو خبرې وشوې.

اعلامیه وايي، له ترکمنستاني پلاوي سره په خبرو کې پرېکړه شوې ده چې د هرات ولایت نورالجهاد سب سټيشن پروژې کار به په راتلونکې یوه اونۍ کې پیل او له بشپړېدو وروسته به یې هرات ولایت ته له ترکمنستان څخه ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا وارده شي.

د افغانستان د بریښنا شرکت په دې اعلامیه کې ویلي، په دې ناسته کې د ترکمنستان برېښنا (ترکمن انرګو) رئیس د بریښنا شرکت ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري شوي وړاندیزونه به د خپل دولت له مشرانو سره شریک کړي او پایلې به یې راتلونکو ناستو کې د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه سره شریکې کړي.

ددې درې ورځنۍ ناستې په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت، ترکمن انرګو او چالیک ترکي کمپنۍ ترمنځ ګډ پروتوکولونه هم لاسلیک شول.

افغانستان د تیر حکومت د کار پر مهال له ترکمنستان څخه د اندخوی – شبرغان – پلخمري په مسیر کې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لیږد مزي پروژې تړون لاسلیک شوی و. د دغې پروژې لپاره مالي امکانات افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو او نړیوالو موسسو له خوا برابریدل چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته د نړیوالو مرستو د بندیدو له آمله ددغې پروژې کار ځنډېدلی دی.

افغانستان د خپلې اړتیا زیاتره بریښنا له خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.

که څه هم د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د واکمن کېدو وروسته، که څه هم د طالبانو حکومت دغو هیوادونو ته د بریښنا د مصرف پیسې نه دي ورکړي، خو دغو څلورو هیوادونو افغانستان ته د بریښنا د لیږد بهیر نه دي بند کړی.

افغانستان اوس مهال ۱۶۰۰ میګاواټه بریښنا لري چې ۱۰۰۰ میګاواټه یې له ګاونډیو هیوادونو واردوي او نږدې ۶۰۰ میګاواټه له کورنیو سرچینو څخه ترلاسه کيږي.

XS
SM
MD
LG