د لاس رسي وړ اتصالات

ترکمنستان له طالب چارواکو سره په برېښنايي پروژو خبرې پيل کړي


د افغانستان برښنا شرکت کابل ته د یو ترکمنستاني پلاوي د سفر خبر ورکړی او ویلي دي چې دواړو لورو په «افغانستان کې د برښنا ستونزو د هواري» په هدف درې ورځنۍ ناسته پيل کړې ده.

یاد شرکت د یکشنبې په ورځ جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۶) ویلي په دغه درې ورځنۍ ناسته کې به د ټاپ پروژې، د نورالجهاد سب سټېشن او شبرغان ـ دشت الوان پروژې د ۵۰۰ کیلوولت لین په اړه به خبرې وشي.

تاپ پروژه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د برښنا رسولو یوه له لویو پروژو څخه ده چې زیاته برخه یې د افغانستان له خاورې څخه تیریږي.

د ترکمنستاني چارواکو د معلوماتو په اساس د دغه لین څخه په استفادې به شاوخوا ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا پاکستان ته صادره شي.

افغانستان نه یوازې دا چې له یادې پروژې څخه په کلني ډول ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا تر لاسه کوي، بلکې ۱۰۰ میلیون دالر به له ترکمنستان څخه پاکستان ته د برېښنا لین له ترانزیټ څخه هم تر لاسه کړي.

د افغانستان برښنا شرکت همدارنګه زیاته کړې ده چې دواړه لوري به د راتلوونکي کال لپاره د افغانستان د اړتیا وړ مقدار برښنا، د ترکمنستان وارداتي برښنا د تعرفې او هغه هیواد ته د پیسو ورکولو د څرنګوالي په اړه هم خبرې وکړي.

د افغانستان د برښنا شرکت رئیس محمد عیسی ثاني له ترکمنستاني پلاوي څخه غوښتي چې په افغانستان کې د برښنا پروژو عملي کولو په برخه کې له هغوی سره زیاته همکاري وکړي.

برښنا شرکت په خپله اعلامیه کې د ترکمن انرګو شرکت د رئیس الیاسوف له قوله ویلي چې هغوی د «برښنا په برخه کې د پرتو ستونزو د هواري په هدف» کابل ته سفر کړی دی او هیله یې ښودلې چې دغه درې ورځنۍ ناسته به د انرژي سکتور په برخه کې ګټوره تمامه شي.

د افغانستان برښنا شرکت د معلوماتو په اساس د دغه پلاوي په منځ کې د ترکمنستان د نړیوالو پروژ رئیس مراد ارتیکوف، او د دغه هیواد د انرژۍ وزارت د بهرني اقتصاد رئیس عطا ګیلدي هم شامل دي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته تر دامهاله د ترکمنستان هیواد څو لوړپوړو چارواکو کابل ته سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې د دغه هیواد د برښنا او ټاپي پروژو په اړه یې خبري کړي دي.

په وروستي ځل د ترکمنستان هیواد د انرژۍ وزارت یو پلاوي د جنورۍ پر ۲۴مه کابل ته سفر وکړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د برېښنا پروژې د کار پیلېدو په اړه یې اړه خبرې کړي وې.

افغانستان اوس مهال ۱۶۰۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري چې ۷۰ سلنه یې له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي او ۳۰ سلنه له خپلو داخلي منابعو څخه پوره کوي.

XS
SM
MD
LG