د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د "جنرال مبین" په نامه د دې ډلې مطبوعاتي فعال غړی نیولی


د طالبانو پولیسو د مبین نیول کیدل تائید کړي او په هغه یې د غیرې مسؤلانه څرګندونو تورونه لګولي.

د طالبانو پولیس وایي چې په ټولنیزو او مطبوعاتي شبکو کې د دې ډلې فعال غړی مبین چې په «جنرال مبین» مشهور و، نیولی دی.

د پولیسو یوې سرچینې چې د موضوع په هکه معلومات لري، آزادۍ راډیو ته د مبین نیول کیدل تائید کړي.

سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله خپل نوم ونه ښود خو وې ویل چې په مبین د "غیر مسؤلانه" خبرو تورونه دي خو دا یې ونه ویل چې دا تورونه څه دي او څه ډول سزا به ورته ورکړل شي.

مبین په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند په توګه هم له رسنیو سره خبرې کولې او په بېلابېلو غږیزو او انځوریزو رسنیو کې را څرګندېده.

د "جنرال مبین" په نامه د طالبانو دغه مطبوعاتي فعال افغانستان ته د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو په ملاتړ او د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد خپرونې جوړولې.

ویل کیږي‌ چې هغه په دې وروستیو کې د پاکستان په ضد هم ځينې څرګندونې کړې وې.

مبین پداسې حال کې نیول کیږي چې د طالبانو رهبر هبت الله آخندزاده تیره میاشت د دې ډلې په قوماندانو غږ کړی و چې د خپلو لیکو نه نامطلوب کسان وباسي.

د طالبانو د چارو عمومي ادارې د نومبر په څلورمې نیټې دهبت الله ځینې څرګندونې په ټویټر کې خپرې کړلې چې ددې ډلې په لیکو کې د نفوذي کسانو د شتون په هکله پکې اندیښنه ښودل شوې.

د ملا هبت الله په یوې څرګندونې کې ویل شوي، "هر مشر (د طالبانو قوماندان) مکلف دی چې هغه نامطلوب کسان چې د اصلاح کولو امید یې نه کیږي، د خپل صف نه وباسي. "

XS
SM
MD
LG