د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې نښتې؛ ۷ پولیس او ۳۶ طالب جنګیالي ووژل شول


عکس: (ارشیف)
عکس: (ارشیف)

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، پرون ناوخته د تخته پل ولسوالۍ په ملاحد سیمه کې د پوليسو پر یو مرکز د وسله والو طالبانو په برید کې ۷ پوليس وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي نن چهارشنبه د جولای ۲۲ (زمري ۱) امریکا غږ ته وويل چې: "په یاده سیمه کې پر وسله والو طالبانو تر هوايي بریدونو وروسته وسله والو پرون ماسپښين ناوخته بیا د پوليسو پر مرکز برید وکړ چې ۷ پوليس پکښې وژل شوي او ۱ تن يې ټپي شوی."

خو یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کې ۱۱ پوليس وژل شوي او ۱ تن يې ټپی شوی.

بارکزي همدارنګه وویل چې د دغه ولایت د خاکریز ولسوالۍ پر مرکز يې د وسله والو طالبانو لوی برید پر شا تمبولی او ۳۶ وسله وال د هوايي قواوو په بریدونو کې وژل شوي.

د کندهار د خاکریز ولسوالي د ارزګان سره په سرجد کې د کندهار د مرکز په ۱۲۰ کیلو مترۍ کې پرته ده چې یواځې مرکز یې د حکوکتي قواو په کنترول کې دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

طالبانو هلمند کې د افغان ځواکونو پر مرکز موټر بم برید کړی

بلخوا د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار – لښکرګاه د لويې لارې د سقوط مخنیوی يې کړی، خو زیاتوي چې په یو ځانمرګي موټر بم برید کې دوه تنه افغان سرتیري وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

پېښه تېره شپه لس نیمي بجې د نهرسراج په ولسوالۍ کې د کندهار - هلمند پر لویه لار رامنځته شوې او جګړې هم د شپې تر یوې بجې پوري دوام در لود.

چارواکي وايي، وسله والو طالبانو غوښتل د کندهار – لښکرګاه لویه لار سقوط کړي چي امنیتي قواوو يې مخ نیوی وکړ.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن چهارشنبه جولای ۲۲ (زمري ۱) امریکاغږ ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل لومړی د لويې لارې پر سر ماینونه ځای پر ځای کړي او وروسته یاده لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړي چې افغان قواوو د وسله والو یاد لوی برید پر شا وتمباوه.

ده وويل: "لس نیمي بجې د نهرسراج ولسوالۍ اړوند شهرا ته څېرمه د ګډو ځواکونو پر یوه ګډ مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوی په ترڅ کې يې په لومړیو کې ۶ تنه ګډ افغان سرتیري ټپیان شوي وو چې وروسته يې ۲ تنو د سختو ټپونو له کبله ساه ور کړې وسله وال طالبان هم ۳ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور يې ټپیان شوي."

د افغان ځواکونو ګډ مرکز د کندهار – لښکرګاه د لويې لارې د امنیت ساتلو دنده په غاړه لرله چې د چارواکو په وینا په برید کې يې ګڼي برخې زیانمني شوي.

د کندهار – لښکرګاه لویه لار ۱۲۰ کیلو متره اوږد والی لري چې د نهرسراج په ګڼو برخو کې يې د وسله والو طالبانو حضور زیات شوی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG