د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل د دایچوپان ولسوالۍ د سقوط په اړه اندېښنې


د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت دایچوپان ولسوالي له سقوط سره مخ ده.

یاد چارواکي وايي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولسوالۍ د نیولو لپاره پراخ بریدونه پيل کړي چې لاهم دوام لري.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان د یکشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۵مه»امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې د وسله والو د تیرې شپې په بریدونو کې د ولسوالۍ د امنیتي کمر بند پوستو سقوط کړی او سرتیري يې د ولسوالۍ په ودانۍ کې په جګړه بوخت دي.

ده زیاته کړه چې که سیمې ته کمکي سرتېري ونه رسیږي ممکن یاده ولسوالي سقوط وکړي.

هغه وویل:"د ولسوالۍ له ودانۍ څخه لیرې تر پنځو زیاتي د کمر بند پوستې وې چې هغه له جګړې سره پر یوه وخت را ټولي شوي او د ولسوالۍ د ودانۍ د ساتلو لپاره په دغو تاسیساتو کې ځای پر ځای شوي جګړه اوس هم روانه ده."

د زابل د والي مطبوعاتي دفتر په دایچوپان ولسوالۍ کې جګړه او پکښې تلفات تائیده وي خو وايي چې په اړه به يې جزئیات وروسته خپاره شي.

بلي خواته د خاصو عملیاتو د قول اوردو مطبوعاتي دفتر هم په یوه اعلامیه کې ويلي چې په دایچوپان ولسوالۍ کې له تیري شپې راهیسې شدیده جګړه دوام لري او سیمي ته تازه دمه سرتیري رسیدلي.

دایچوپان د زابل په شمال کې د اروزګان ولایت له خاص اروزګان ولسوالۍ سره په سرحد کې پرته ډېره غرنۍ او د پېچلو درو په منځ کې پرته ولسوالي ده.

د زابل ولایتي شورا اندېښنه لري او زیاته وي چې د دایچوپان ولسوالۍ سقوط د زابل، اروزګان او غزني ولایتونو ترمنځ وسله والو طالبانو ته یوه پراخه جغرافیه په لاس ور کوي او یادو ولایتونو ته لوی ګواښ رامنځ ته کوي.

ښاغلي حقبیان په‌دې باب وويل:"د دايپچوپان په څنګ کې د خاک افغان ولسوالي له تېرو ۱۴ کالو راهیسې سقوط ده او د طالبانو او بهرنیو تُند لارو ډلو عمده مرکز دی بل لور ته يې د خاص اروزګان ولسوالي ده چې ډېری برخې يې د وسله والو تر کنټرول لاندې دي دايچوپان که سقوط وکړي نو دا تر شمالي هلمند را وروسته په جنوب کې د وسله والو په یوه خطر ناک مرکز بدل شي."

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پېښو په دوام تېره شپه د پکتيا ولایت د زرمت ولسوالۍ د هستوګنې پر امنيتي پوسته هم د وسله والو طالبانو په بريد کې يو شمېر پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم امريکاغږ ته وويل، په دغه بريد کې چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې پر ياده پوسته وشو، درې پوليس او دوه طالبان وژل شوي، پنځه پوليس او څلور طالبان ټپيان شوي دي.

د پکتیا د وسله والې حملې مسؤلیت طالبانو منلی خو د زابل پر دایچوپان ولسوالۍ د حملې په اړه یې تر دا مهاله کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG