د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په امام صاحب کې د طالبانو او محلي پولیسو ترمنځ جګړه شوې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

تېره شپه د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د بازار په یوه څنډه کې د محلي‌ پولیسو پر امنیتي‌ پوسته برید کړی.

د ۲۱۷ قول اردو مطبوعاتي‌ مسول عبدالهادي‌ نظري نن دوشنبه د فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۷) پر امنیتي‌ ځواکونو د وسله والو طالبانو حمله تائید کړه، خو د تلفاتو په اړه یې څه ونه ویل.

ښاغلي نظري‌ په دغه جګړه کې د ملي‌ اردو د یو تن سرتیري د ټپي‌ کیدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې په دغه برید کې ۵ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي‌ دي.

خو د کندز د ولایتي‌ شورا غړی خال الدین حکیمي‌ وايي‌ چې د طالبانو په دغه برید کې چې د ولسوالۍ د بازار په بخمل کوڅه کې یې پر امنیتي‌ پوسته کړې ۷ تنه محلي‌ پولیس وژل شوي‌ دي.

هغه زیاتوي‌ چې دغه جګړه د ماښام له اوو بجو پیل شوه او تر ناوخته یې دوام وکړ چې یو تن د ملي‌ اردو سرتیری او ۳ تنه محلي‌ پولیس هم په کې ټپيان‌ شوي دي.

حکیمي‌ وايي‌ چې دغو سرتیرو ته پر وخت مرستندویه قوه نه ده رسیدلی.

بلخوا د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې په جوزجان کې د ۷ تنو وسله والو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

د فاع وزارت وايي‌ چې تېره شپه د جوزجان په اقچه ولسوالي کې د دفاع وزارت ځواکونو پر وسله والو طالبانو عملیات کړي‌ چې په کې د طالبانو د یو کلیدي‌ غړي‌ په ګډون د هغوی یو تن سرګروپ‌ هم وژل شوی‌ دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG