د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو طالبانو د کندز پر دشت ارچي ولسوالۍ برید کړی


وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي

تېره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي په ولسوالۍ برید کړی دی، او جګړه تر اوسه پورې جریان لري، په جګړه کې د ملي اردو د ۳ سرتیرو او ۸ وسله والو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د کندز ولایت ویاند عصمت الله مرادي نن دوشنبه نومبر ۱۶ (لړم ۲۶) وویل چې بیګاه شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي په ولسوالۍ او شاوخوا امنیتي پوستو باندې برید کړی چې تر اوسه په کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي چې په جګړه کې د ملي اردو ۳ سرتیري وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي، خو جګړه روانه ده او د افغان سرتیرو د مرستې لپاره هوايي او ځمکني ځواکونه رسیدلي دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ خلک وايي چې دوی د ولسوالۍ د سقوط اوازې اوریدلي دي او د جګړې له سیمې یې یو شمیر ټپي طالبان روغتونونو ته انتقال کړي دي.

عیني شاهدان وايي چې د دشت ارچي ولسوالۍ پر بازار د هوايي ځواکونو بمبار جریان لري، خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه معلومات نشته.

عصمت الله مرادي وايي چې دشت ارچي ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او نه کومې سیمې وسله والو طالبانو نیولي دي، خو مخامخ جګړه روانه ده او د وسله والو طالبانو پر لیکو باندې هوايي بریدونه جریان لري.

هغه وايي چې افغان سرتیري مقاومت کوي او مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي، چې ډیر ژر به د وسله والو طالبانو دغه برید په شا وتنبول شي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG