د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز خان اباد کې د طالبانو او ولسي پاڅونکو ترمنځ جګړه شوې


عکس ارشيف
عکس ارشيف

له کندز څخه راپورونه وايي چې د خان اباد په ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر یوې پوستې برید کړی دی.

په دغې جګړه کې د تلفاتو په اړه مختلف راپورونه ورکړل شوي دي.

د کندز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني په خان اباد کې د ولسي پاڅونوالو پر امنیتي پوسته برید تائید کړ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

امنیتي مسولین وايي چې د اختر تپې په سیمه کې پر امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو د سرې قطعې وسله والو برید کړی چې تلفات هم لري. خو دقیق ارقام یې نه ښيي.

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي چې په دغه برید کې «د وسله والو طالبانو پر خلاف ۱۵ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي او دوه تنه نور یې ژوندي» طالبانو نیولي دي.

امنیتي‌ چارواکو دا خبر لا تائید کړی نه دی.

دا برید د شپې تقریبا ۱۲ بجې شوی دی.

په کندز کې حکومت د طالبانو په خلاف ولسي پاڅون کوونکي تمویلوي چې خپلې سیمې او کلي د وسله والو طالبانو له نفوذ نه وساتي.

په خان اباد کې یو نظامي مامور چې نوم یې وانخیستل شو هم وویل چې په دغه برید کې یو شمېر ولسي پاڅون کوونکي وژل شوی چې په خبره د ولسي پاڅون کوونکو د قوماندان محمد حکیم یو زوی هم په کې دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG