د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته ۱۴۵۵ بریدونه کړي ـ اندړ


د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ
د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي وسله والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل وروسته په ټول هیواد کې ۱۴۵۵ بریدونه کړي دي.

د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن شنبه جون پنځمه (غبرګولې ۱۵) رسنیو ته په لېږلې غږیږ پيغام کې ویلي چې په دغه شمېر کې وسله وال او چرکي بریدونه شامل دي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغان ځواکونو دفاع کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او په وینا یې د ۶۳ بریدونو او چاودنو مخه یې نیولې ده.

د امنیت شورا ویاند زیاته کړې: "طالبانو له امریکا سره د سولې له تړون وروسته ،د بین الافغاني خبرو پر پرمختګ د تمرکز پر ځای جګړې ته کار ویلی. طالبانو ته د افغان ولس او بنسټونو د ویجاړۍ او تخریب ترڅنګ د خپلو افرادو هلاکت هم د اندېښنې وړ نه ده. د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته طالبانو په ټول هیواد کې ۱۴۵۵ بریدونه کړي دي."

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د تیرې مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شو چې ټاکل شوې په سپټمبر میاشت کې بشپړه شي.

ښاغلي اندړ ونه ویل چې د طالبانو په دغومره بریدونو کې څومره تلفات اوښتي دي. خو زیاته یې کړه چې وسله والو طالبانو یوازې تېره اوونۍ په ۲۷ ولایتونو کې ۶۳ ملکي وګړي وژلي او ۱۲۶ یې ټپيان کړي دي.

د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ زیاته کړې چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه زیاته کړې چې طالبان د جګړې په اصولو کې استثنا نه پېژني او د هغوی له اعمالو معلومیږي چې له ځانه پرته یې نور ټول خلک یې هدف دي.

امنیت شورا پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان له یو شمېر ولایتونو څخه د جګړې زیاتېدو ترڅنګ د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکول کیږي.

پر همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم په هیواد کې د ملکي تلفاتو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي که طالبان د ملکي تلفاتو مخنیوي ته ژمن وي باید د سړک غاړې ماینونو له ځا پر ځای کولو څخه ډډه وکړي.

د بشري حقونو د کمېسیون مشرې یو ځل بیا په دغه هیواد کې د اوربند پر ټینګېدو ټينګار کړی دی.

په افغانستان کې تاوتریخوالی پر داسې مهال زیاتیږي چې د افغان چارواکو په وینا ټاکل شوې په نژدې وختونو کې بین الافغاني خبرې هم بیرته له سره پیل شي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د خپلو بریدونو او ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG