د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان جګړه کې د دوو ولسوالیو د امنیې قومندانان وژل شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بغلان امنیتي چارواکي وايي د دغه ولایت پر جلګې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ډله ییز برید کې د دوو قوماندانانو په ګډون اته افغان پولیس وژل شوي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت نن شنبه جون پنځمه (غبرګولې ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې په وژل شوو کسانو کې د برکې ولسوالۍ امنیه قوماندان حق بین او د جلګې ولسوالۍ امنیه قوماندان ګلبدین غفوري هم شامل دي.

هغه وویل چې په دغه نښته کې شپږ وسله وال طالبان هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د ولایتي شورا بیا وايي چې د تېرې شپې په نښتو کې یو شمېر پولیس هم نادرکه شوي چې تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی.

په بغلان ولایت کې د تیرې شپې نښتو مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

بلخو د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۸۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۸۳ نورو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت نن شنبه ویلي چې یاده مرګ ژوبله په کونړ، لغمان، غزني، زابل، سمنګان او هلمند ولایتونو کې وسله والو طالبانو ته اوښتې ده.

طالبانو تر دا مهاله د دفاع وزارت د تازه اعلامیې په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG