د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې برید کړی


عکس: ارشیف) ننګرهار ولایت
عکس: ارشیف) ننګرهار ولایت

چارواکي وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په غازي بابا پوسته ډله ییز برید کړی.

د چارواکو په وینا د برید په پایله کې څلور سیمه ییز پولیس او نهه طالب وسله وال وژل شوي دي.

یوې حکومتي سرچینې نن سې شنبه اپرېل ۶ (وري ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې دغه جګړه تېره شپه دوه بجې پیل شوې ده چې څلور سیمه ییز پولیس پکې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي چې د تېرې شپې په جګړه کې نهه طالبان وژل شوي او ځینې ټپیان دي چې د ځینو جسدونه هم د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

هغه وایي دغه پېښه کې دوه محلي پولیس ټپیان شوي.

د طالبانو ویاند سرخرود کې د تېرې شپې برید کې د شپږو سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو دعوه کړې ده.

د روانې میاشتې پر اتمه نېټه د یاد ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې هم دطالبانو برید کې څلور سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG