د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې په دوو جلا هدفي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې وسله والو د یو پولیس په ګډون څلور کسان په ډزو وژلي دي.

دغه دواړه هدفي بریدونه نن سې شنبه فبروري ۱۶( سلواغې ۲۸) د جلال اباد ښار په دریمه او څلورمه ناحیه کې شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې نن سهار اته بجې د دریمې ناحیې اړوند سیمه کې وسله والو پر رنجر موټر ډزې کړي چې یو پولیس پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر زیاتوي چې تر هغه وروسته بیا د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند نصرت لېسې ته څېرمه یو بل وسله وال برید کې د ډاکټر میهن په نوم یو ډاکټر د خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالظاهر بیا وايي چې دوی ته د پېښو له ځایه څلور جسدونه او دوه تنه ټپیان وروړل شوي دي.

تر دا مهاله د دې دواړو پېښو مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

روانه اونۍ په جلال اباد ښار کې د مشرانو جرګې یو کار کوونکی او شیرزادو ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان د ناڅرګندو وسله والو په برید کې هم ووژل شول.

په جلال اباد ښار کې دغه هدفي بریدونه پر داسې مهال کیږي چې وړمه ورځ چارواکو په دغه ولایت کې د «قاري هجرت الله» په نوم د وسله والو طالبانو د یوې څلور کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړ.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل چې نیول شوو کسانو د جلال اباد ښار په وروستیو هدفي بریدونو کې لاس درلود. خو طالبانو تر دا مهاله د دغه نیول شوو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG