د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په خوګیاڼو کې پنځه پاڅونوال وژل شوي ـ سرچینې


عکس (ارشیف) ننکرهار ولایت
عکس (ارشیف) ننکرهار ولایت

چارواکي وایي، طالبانو تېره شپه یوه بجه د خوګیاڼو ولسوالۍ په کمبو سیمه کې د پاڅونوالو پر پوستو جګړه کړې چې پنځه سیمه ییز پولیس پکې وژل شوي دي.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن یکشنبه مارچ ۲۸ (وري ۸) امریکا غږ ته دغه خبر تایید کړی دی او وایي طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي په خوګیاڼو کې د شوې جګړې پخلی کړی، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایي.

د سیمې یو اوسېدونکي هم امریکا غږ ته ویلي چې د تېرې شپې په جګړه کې لږ تر لږه پنځه پاڅونوال وژل شوي دي.

د یاد برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت په هلمند، کندهار او لوګر ولایتونو کې د شپږو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او دری نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت نن یکشنبه ویلي چې یا وسله وال د هلمند په نادعلي، د کندهار په ارغنداب او لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر پوځي تجهزات او نقلیه وسایل هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

طالبانو تر دا مهاله په کندهار، لوګر او هلمند کې د تازه نښتو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG