د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندهار شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یو مرکز برید کړی


عکس (ارشیف) شاه ولیکوټ ولسوالي
عکس (ارشیف) شاه ولیکوټ ولسوالي

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، ددې ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز د وسله والو طالبانو برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی نن یکشنبه سپټمبر ۱۳(وږې۲۳) امریکا غږ ته وويل چې په جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره معلومات به تر بشپړه کیدو وروسته له رسنیو سره شریک شي.

ښاغلي عیسی زیاته کړه: "تېره شپه ۸ بجې د زنګیتان پر کمپ برید شوی وروسته جګړه شوې او هوايي بریدونه هم شوي تلفات دواړو خواوو ته اوښتي خو موږ ته تر اوسه دقیق راپور ندی رسیدلی چې څومره تلفات دي خو د پوځ مرکز سقوط ندی کړی."

خو د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوه لوړ پوړي امنیتي مسئول د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې تېره شپه د وسله والو طالبانو سرې قطعې د زنګیتان د قرارګاه د سقوط په موخه پراخ بریدونه وکړه چې تر نن سهار پوري يې دوام در لود.

سرچیني زیاته کړه چې پدې نښته کې د پوځ ۳ سرتیري وژل شوي او ۹ تنه نور يې ټپیان شوي دي.

سرچینې دغه راز وويل چې وروسته هوايي قواوو په سیمه کې پر وسله والو طالبانو بریدونه وکړه چي په پایله کې يې ۴۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د ۳۷ تنو جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

شاه ولیکوټ د کندهار یوه له نا امنه ولسوالیو څخه ده چې د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ له تیرو ۲ اونیو راهیسې پکښې درنې جګړې دوام لري.

نوموړې ولسوالي د جنوب د درو ولایتونو کندهار، زابل او ارزګان ترمنځ د وصل نقطه بلل کیږي.

بلي خواته تيره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم د پوليسو پر یوه مرکز د موټر بم برید چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا یو پوليس پکښې وژل شوی او ۳ تنه نور پکښې ټپیان دي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي امریکا غږ اشنا ته وويل چي د سره بغل په سیمه کې پوليسو له چاودیدونکو توکو ډک مازدا موټر له وړاندي پيژندلی چې ورسره سم برید ګر چاودنه کړې او پوليسو ته يې یاده مرګ ژوبله اړولې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو لخوا د دغه تازه بریدونو راپور پر داسې مهال ورکول کیږي چې پرون په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو په هدف د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG