د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: پر فراه ښار د طالبانو برید پر شا تمبول شوی


طالبانو تر دې مخکې هم څو ځله پر فراه ښار بریدونه کړي، چې وروسته پر شا تمبول شوي
طالبانو تر دې مخکې هم څو ځله پر فراه ښار بریدونه کړي، چې وروسته پر شا تمبول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر فراه ښار یې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي او وايي، دغه ښار په بشپړه توګه د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

وسله والو طالبانو نن جمعه د «وږې پر ۱۵مه»له څلورو خواو پر فراه ښار بریدونه وکړل، چې د سیمه ییز چارواکو په وینا د فراه ښار ځینو برخو ته هم ننوتل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، فراه ښار ته د افغان ځانګړو ځواکونو په رسېدو سره طالبان د باغ پل، د ملي اردو د جلب او جذب له مرکز او څلورمې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه ایستل شوي دي.

ښاغلي رحیمي وویل، چې د یادې نښتې پرمهال ۸۵ وسله وال طالبان وژل شوي او او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي:"پر فراه ښار د طالبانو برید پر شا وتمبول شو، نن سهار طالب تروریستانو د فراه پر ښار باندې حمله وکړه، چې د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول، چې په پایله کې ۸۵ طالب تروریستان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول."

پر همدې مهال د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب هم امریکا غږ ته وویل، چې د فراه ښار بشپړ کنټرول د افغان ځواکونو لاسته لوېدلی او طالبان له فراه ښار نه لیري «ده یک، برنګتوت، رج او ګینهکان» سیمو ته پر شا تمبول شوي دي.

بلخوا د فراه د والي ویاند غلام فاروق بارکزي امریکا غږ ته وویل، چې په دغه نښته کې دوه افغان سرتېري هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، په فراه ښار کې د طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات پيل کړي دي.

خو د فراه د ولایتي شورا یو شمېر غړي بیا وايي، چې په دغه جګړه کې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د فراه ښار په څنډو کې هم جګړه روانه ده.

طالبانو هم پر فراه ښار برید تائید کړی او د ځینو بر خو د نیولو ترڅنګ یې ګڼو افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د ملي اردو د جلب او جذب مرکز یې نیولی او د فراه ښار پر نورو امنیتي تاسیساتو یې بریدونه پیل کړي دي.

طالبانو د خپلو وسله والو د وژل کېدو په اړه تر دا مهاله څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو تر مخکې هم دوه ځله پر فراه ښار پراخ بریدونه کړي، چې بېرته د افغان ځواکونو لخوا پر شا تمبول شوي دي.فراه د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې له ایران سره پر پوله پروت ولایت دی.

XS
SM
MD
LG