د لاس رسي وړ اتصالات

فراه او بادغیس کې جګړو درنه مرګ-ژوبله اړولې


د بادغیس امنیه قومندانۍ وايي چې شاوخوا ۲۰ طالبان یې وژلي
د بادغیس امنیه قومندانۍ وايي چې شاوخوا ۲۰ طالبان یې وژلي

افغان چارواکي د پولیسو او ملي اردو د مرګ-ژوبلې شمیرې نه په ډاګه کوي، خو ویل کیږي د دغو ځواکونو د تلفاتو شمیر ډیر شوی.

د طالبانو تر ټولو خونړی برید د یکشنبې په ماښام ( سپتمبر۱۶) په فراه کې پر افغان ځواکونو و چې ۱۷ تنه یې پکښې ووژل.

د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختاور اسوشیتدپرس ته ویلي دي چې طالبانود فراه د پشت رود، بالابلوک او فراه ښار په ځینو برخو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.

دی وایي چې یوازې د پشت رود ولسوالۍ په برید کې اووه پولیس ووژل شول.

اخوا د طالبانو د دوشنبې په ورځ د بادغیس په قلعه نو کې هم په یو برید کې شاوخوا پنځه افغان پولیس وژلي دي. د بادغیس د امنيې قومندانۍ ویاند نقیب الله امیني وایي چې په دغه برید کې ۲۲ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې بیا طالبانو په یو برید کې درې افغان سرتېري او دوه پولیس وژلي دي. د بغلان امنیې قومندان اکرام الدین سریع په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په دغه برید کې ۲۰ طالبان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

طالبانو د دغو ټولو بریدونو مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG