د لاس رسي وړ اتصالات

د غور والي پر موټریز کاروان برید کې ۷ کسان ټپیان شوي


عبدالظاهر فیض زاده دوې ورځې مخکې د غور د نوي والي په توګه دنده پيل کړه.
عبدالظاهر فیض زاده دوې ورځې مخکې د غور د نوي والي په توګه دنده پيل کړه.

د غور د والي عبدالظاهر فیض زاده د موټرو په کاروان د طالبانو په وسله وال برید کې د یوه ویډیو ژورنالیست په ګډون اوه کسان ټپیان شوي دي.

نوموړي پرون پنجشنبه اپرېل ۱(وري ۱۲) د غور مرکز فیروز کوه لوېدیځ کې د امنیتي پوستو لیدو ته ورغلی و چې برید پرې شوی.

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده امریکا غږ ته وویل کله چې د دوی موټر له سیمې څخه بیرته مرکز ته پر لار وو د «جرماتو» په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول.

هغه زیاته کړه په ټپیانو کې د نوموړي ساتونکي او یو شمېر نورو امنیتي سرتیري شامل دي.

د چارواکو په وینا د تیرې ورځې په برید کې د میر احمد مدقق په نوم د غور د ملي تلوېزیون یو ویډیو ژورنالیست هم ټپي شوی دی.

د غور والي فیض زاده زیاته کړه چې د افغان ځواکونو په متقابلو ډزو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې وسله والو طالبانو د یادې نښتې پرمهال د غور د امنیه قوماندانۍ یو رنجر او د والي مربوط یو هایلکس موټر هم له ځان سره وړي دي.

عبدالظاهر فیض زاده دوې ورځې مخکې د غور د نوي والي په توګه دنده پيل کړه.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په ادې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG