د لاس رسي وړ اتصالات

په غور کې د یوه وژل شوي خبریال د کورنۍ درې غړي وژل شوي


بسم الله عادل هم د جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه په یاد ولایت د ناڅرګندو کسانو په برید کې ووژل شو.
بسم الله عادل هم د جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه په یاد ولایت د ناڅرګندو کسانو په برید کې ووژل شو.

د غور امنیتي چارواکي وایي وسله والو طالبانو تیره شپه په یاد ولایت کې د یوه وژل شوي خبریال بسم الله عادل ایماق یو ورور، ورېره او وراره وژلي دي.

بسم الله عادل هم د جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه په یاد ولایت د ناڅرګندو کسانو په برید کې ووژل شو.

د غور د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر نیک محمد نیکزاد نن جمعه فبروري ۲۶( کب اتمه) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تیره شپه د فیروز کوه ښار په ۲۰ کیلو مترۍ «تیغه تیمور» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې صبغت الله ایماق لومړی د هغه پر کور برید کې ټپي شوی و چې روغتون ته د انتقال پرمهال د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شول. د هغه په وینا په دغه پېښه کې د بسم الله عادل ایماق ورور د نوموړي ۱۲ کلنه لور او ۲۵ کلن زوی د هغوی پر موټر د برید پرمهال ووژل شول.

هغه وویل چې په دغه پېښه د نوموړي د کورنۍ پنځه نور غړي ټپيان شوي هم دي.

د امنیتي چارواکو په وینا د پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته یو صلاحیت لرونکی پلاوی استول شوی دی.

د قربانیانو د کورنۍ غړو هم د وژل شوو کسانو جسدونه د اعتراض په ډول د غور ولایت مخته راوړي او په اړه یې د جدي څېړنو غوښتنه کوي.

په غور کې د (صدای غور) رادیو مدیر مسؤل بسم الله ایماق د روان کال د جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه په دغه ولایت کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست څه موده مخکې د یوې اعلامیې کې وویل چې د غور د ولایتي شورا یو غړی عزت الله بیګ چې د بسم الله عادل ایماق او د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمن عطشان په ترور کې لاس درلود د وسله والې نښتې پر مهال ووژل شو.

تر دا مهاله وسله والو طالبانو د بسم الله عادل ایماق د کورنۍ پر غړو د برید په اړه تبصره نه ده کړې.

په افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ (نی) او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په غور ولایت کې د یوه وژل شوي خبریال د کورنۍ د غړو د مرګ ژوبلې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د یادې پېښې په اړه د اندېښنو په ښودلو له حکومت څخه د خبریالانو او د هغوی د کورنیو و امنیت ته د توجه غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG