د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: شبرغان خان له طالبانو څخه پاک شو


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د دفاع وزارت وايي‌ چې افغان امنیتي ځواکونو د شبرغان په ښار کنترول ترلاسه کړی او طالبان یې شړلي دي.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د شبرغان خان له ترهګرو څخه پاک شوی او افغان ځواکونه ولسي پاڅونوالو وسله وال وته درانه تلفات اړولي‌ دي.

طالبان د جمعې په ورځ سهار د جوزجان په مرکز شبرغان باندې بریدونه وکړل. په دغه ښار کې د جنبش د ګوند د مشر عبدالرشید دوستم کور هم دی.‌

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن جمعه اګست شپږمه (زمري ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې په شبرغان ښار د طالبانو د بریدونو مخنیوي لپاره جوزجان ولایت تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.

امان وویل: "د جوزجان په مرکز د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پراخ حضور لري، له ښار څخه به دفاع وکړي، فعلاً د ښار په څنډو کې جګړه روانه ده."

د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو نن جمعه د شبرغان مرکز په ځینو برخو پراخ بریدونه کړي.

د جوزجان مرستیال والي قادر مالیه امریکا غږ ته وویل چې ولایت مقام ته نژدې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي. دوی د شبرغان ښار امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی و.

ویل کیږي د جګړې له زیاتېدو سره مخابراتي شبکې هم بندې شوي. په همدې مهال د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله هم د جوزجان مرکز شبرغان کې جګړه تائید کړې او د خپلو وسله والو د پرمختګ ادعا یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG