د لاس رسي وړ اتصالات

په اتو ولایتونو کې جګړه؛ 'لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي'


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وایي اوس په اتو ولایتونو کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده چې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن شنبه مۍ ۲۲ (غبرګولې لومړۍ) امریکا غږ ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۹۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه موده کې وسله والو طالبانو په لغمان، میدان وردګ، لوګر، سرپل، بلخ، هلمند، بغلان او تخار کې بریدونه کړي چې په وینا یې د افغان ځواکونو په شا تمبولي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند وویل چې د بغلان ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې د قاري امرالله په نوم د دغه ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال هم وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې ۲۲ تنه نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي په یاده جګړه کې د افغان سرتېرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه ورکوي، خو طالبانو بیا په جوزجان ولایت کې د اتو عسکرو د وژل کېدو خبر ور کړی دی.

XS
SM
MD
LG