د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د حصارک په ولسولۍ د طالبانو برید


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د حصارک ولسوالۍ د پولیسو په امنیتي پوستو یې د طالبانو برید په شا تنبولی دی.

برید د یکشنبې په شپه شوی او چارواکي وايي چې ۱۶ وسله وال طالبان یې وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې جګړې څو ساعته دوام کړی او د ۱۶ طالب وسله والو په ګډون د هغه په خبره درې سیمه ییز پولیس هم وژل شوي دي.

هغه وايي چې په دغې جګړې کې نهه طالب وسله وال او یو پولیس ژوبل شوي هم دي. نوموړي وویل چې په وژل شویو طالبانو کې د هغوی دوه سیمه ایز سرګروپان چې عباس او ادریس نومېدل هم وژل شوي او د ټولو جسدونه د جګړې په میدان کې پاتې دي.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د پولیسو دوه پوستې نیولي.

د ننګرهار والي شامحمود میاخېل په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې حصارک ته یې د جګړې لپاره تازه دم ځواکونه استولي دي‌ چې حالت نور هم کنترول کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.د حصارک ولسوالي ننګرهار او لوګر ولایتونه سره نښلوي.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې افغان حکومت وايي له طالبانو سره یې د اختر اوربند اوس هم په خپل حال دی. طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ او بیا یې د غځېدو کومه رسمي خبره نه ده کړې.

په همدې حال کې افغان حکومت وايي چې په تېرو څو ورځو کې یې سلګونه طالب بندیان له زندانونو خوشې کړي‌دي. ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ د طالبانو د اروبند د اعلان په غبرګون کې وویل چې ۲۰۰۰ نور وسله وال طالبان به هم پرېږدي چې د سولې خبرو ته نوره هم لاره هواره شي.

طالبانو هم ویلي دي چې په تېرو څو ورځو کې یې لسګونه افغان امنیتي ځواکونه چې له طالبانو سره بندیان وو،‌ پرېښي دي.

د بندیانو پرېښودل د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون یوه برخه وه چې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره او په افغانستان کې سوله راشي.

XS
SM
MD
LG