د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پروان کې د سیمه‌ییزې اردو اوه سرتیري وژلي


په پروان کې چارواکي وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د سیمه‌ییزې اردو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی او افغان ځواکونو ته یې تلفات اړولي دي.

د پروان د والي مرستیال شاه ولي شاهد د پنجشنبې په ورځ د مې په ۲۸مه (غبرګولي اتمه) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو دغه برید تېره شپه د سیاه‌ګرد ولسوالۍ اړوند پر یوې پوستې کړی دی.

ښاغلي شاهد زیاته کړه: "د سیمه‌ییزې اردو اوه تنه شهیدان شوي دي او نښتې دوام درلود، طالبانو ته د اوښتو احتمالي تلفاتو په تړاو معلومات نشته، خو یو جسد یې په سیمه کې پاتې دی".

د هغه پر وینا په پروان کې د سیمه‌ییزې اردو ۲۰۰ سرتیري د ملي اردو په چوکاټ کې د دغه ولایت د امنیت په ساتلو کې همکاري کوي.

د پروان د والي مرستیال وویل چې په دغه ولایت کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا هم په تیارسي حالت کې دي او له مرکز څخه ورته د یرغلیزو عملیاتو امر نه دی شوی.

دا د اختر په ورځو کې له درې ورځني اوربند وروسته پر افغان ځواکونو د وسله‌والو طالبانو لومړی برید دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تیره ورځ ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي چې د اوربند په څلورمه ورځ هم پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې یې برید نه دی کړی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې د اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند پر مهال په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه ۸۰ فیصده کمې شوې ده.

له دغه کمېسیون څخه په یو خپور شوی بیان کې راغلي: "د روژې په میاشت کې هره ورځ په اوسط ډول ۳۰ تنه ولسي وګړي وژل او یا ټپي کېدل، خو د اختر په دغو درېیو ورځو کې دا شمېره شپږو تنو ته راټيټه شوې وه".

د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې د اختر په ورځو کې د ناامنیو له امله په لغمان، کندهار او غزني ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ نوز ټيان شوي دي.

دغه کمېسیون ټینګار کړی چې ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړول په هیڅ حالت کې د منلو وړ نه دي او د جګړې ښکېلې خواوې په دې برخه کې ټول منل شوي نړیوال اصول رعایت کړي.

د بشري حقونو کمېسیون دغه راز د اوربند مودې د غځولو او د سولې بین‌الافغاني خبرو ته د زمینې برابرولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG