د لاس رسي وړ اتصالات

'د ارغنداب ولسوالۍ ځینې برخې بیرته له طالبانو نیول شوي'


د کندهار ارغنداب ولسوالي
د کندهار ارغنداب ولسوالي

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ جګړه نن دریمې ورځې ته داخله شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزي نن جمعه اکتوبر ۳۰(لړم۹) امریکا غږ ته وويل چې ګډ افغان ځواکونو د ولسوالۍ په بیلا بیلو برخو کې پوځي عملیات پیل کړي او ګڼ کلي يې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکي کړي.

نوموړي زیاته کړه: "ګډ افغان ځواکونه په بریالیتوب سره د وسله والو پرضد پوځي عملیات مخ ته وړي چي د ارغنداب رود شمالي خوا کې پراته ګڼ کلي يې د وسله والو له حضور څخه پاکي کړي او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې چې کره شمېر به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړو."

خو یوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې تيره شپه له شاه ولیکوټ ولسوالۍ سره په سرحد کې د شاتوري د پوليسو مرکز سقوط کړی.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي او د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي خلیل مجاهد امریکا غږ ته وويل چې په سیمه کې پاکستاني وسله وال هم لیدل شوي.

نوموړي پدې باب زیات جزئیات ور نه کړل، خو زیاته يې کړه چې پدې باب يې د دفاع او کورنیو چارو له وزارتنو سره خپلي اندېښنې شریکي کړي.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د تازه جګړو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG