د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي: د خوست پر باک ولسوالۍ د طالبانو برید دفعه شوی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د خوست پولیس وايي چې د‌ دې ولايت پر باک ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو ډله ييز برید په شا تمبولی دی.

د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن یکشبه اګست اتمه (زمري ۱۷) امريکا غږ ته وویل چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه سلګونو وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ پر ودانۍ او یو شمېر امنيتي پوستو ډله ييز برید وکړ.

سرچينې وويل چې د پوليسو د کلک مقاومت په نتيجه کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو او شاوخوا سل طالبان وژل شوي او تر پنځوسو ډېر نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، د‌ ځينو وژل شويو طالبانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د خوست د پولیسو مطبوعاتي دفتر د پوليسو د تلفاتو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي هم وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې وسله وال طالبان بیا وايي چې تېره شپه يې د باک ولسوالۍ مرکز او امنيه قوماندانۍ نیولي، ګڼ شمېر سرتېرو وسله پرځمکه ايښې او د دوی ليکو ته ورغلي دي.

د دې ډلې يو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يو استولي بيان کې ويلي چې ډېره وسله، وسایط او مهمات هم‌ د دوی‌ لاسته ورغلي.

خو د خوست پوليسو د ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړ.

د یو بل خبر له مخې چارواکي وايي، د خوست په صبریو ولسوالۍ کې پر يو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله د يوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي، يو سړی او درې نور ماشومان ټپيان دي.

د‌ صبريو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ امريکا غږ ته وويل، چې ياده پېښه پرون ماښام د دغې ولسوالۍ په ليوانخېلو کلي کې شوې ده.

ولسوال اکبر ځدراڼ زياته کړه، چې د‌ هاوان ويشتلو لوری نه دی څرګند، خو ويې ويل چې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کوم لوري نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG