د لاس رسي وړ اتصالات

'د جګړې ډېرېدو سره د کورنیو بیځایه شویو شمېر زیات شوی'


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

افغان چارواکي وايي په بېلابېلو ولایتونو کې د شخړو ډېرېدو له امله د کورنیو بیځایه شویو شمېر په بېسارې توګه ډېر شوی دی.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت رسنیز سلاکار نن سې شنبه جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) امریکا غږ ته وویل چې د غبرګولې میاشتې له ۱۵ نه تر ۳۰ پورې شااوخوا ۸ زره کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

عبدالباسط انصاري زیاته کړه چې دغه کورنۍ له داسې سیمو را تښتېدلي چې له اونیو راهیسې له جګړو سره مخ وې.

هغه وویل "اندېښنې شته چې که جنګ زورور شي د کورنیو بېځایه شویو شمېر به له دې هم ډېر شي."

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د دغې ادارې له خوا سلګونو بیځایه شویو کورنیو ته مرستې رسول شوي دي.

له بلې خوا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ارقام ښيي چې په تېرو اونیو کې له ۱۳ زرو نه ډېرې کورنۍ د خپلو سیمو د پرېښودلو ته اړه شوي دي.

د دغه وزارت رسینز سلاکار عبدالله ولي زاده امریکا غږ ته وویل چې تر ډېره له بغلان، خوست، کندز، تخار، بلخ او شمېر نورو ولایتونو نه بېځایه شوي‌ دي.

ښاغلي ولي زاده زیاته کړه "تر اوسه په دې توانېدلي یو چې زرو کورنیو ته لومړنۍ مرستې لکه خوارکي توکي او نور امکانات برابر کړو."

د طبیعي پېښو په چارو کې د دولت وزارت معلوماتو پر بنسټ په ورستیو ورځو کې له ۲۰۰ نه ډېرو بېځایه شویو کورنیو له ملي او بین المللي مرستندویه بنسټونو نه مرستې ترلاسه کړي دي.

د بېځایه شویو کورنیو شمېر په داسې حال کې ډیریږي چې لږ تر لږه د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې جګړه روانه ده.

له دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و چې افغانستان ته نړیوالې مرستې په کمېدو دي او بشري مرستې د بودیجې د کمښت سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG