د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې طالبانو د ګوزڼ د واکسین مخه نیولي ده


دهیواد په جنوبي حوزه هلمند ، اروزګان او زابل ولایتونو کې د پوليو یا ګوزڼ ضد واکسین پيل شوو ، خو په کندهار کې د دولت وسله والو مخالفینو د پولیو واکسین مخالفت کړی .

د کندهارولایت د عامې وغتیا ريس ډاکتر عبدالقیوم ( پخلا ) وايي، چې کیدای شي دا ستونزه ډير وخت ونه نيسي اوډیر ژربه د ګوزڼ ضد واکسين بیرته پيل کړي.

ډاکټر پخلا وویل ، چي دا ستونزه سیاسي اړخ نلري او یوازي د یوې تخنیکي اشتباه له کبله رامنځ ته شوې ده ، چې د ستونزي اصلي رېښه هم د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو مړینه بلل شوې او داسې تعبیر کیږي، چې د شري واکسین د ناسم تطبیق له کبله يې ژوند له لاسه ورکړی .

ډاکتر عبدالقویم ( پخلا) زیاته کړه ، دوی د واکسین له هغو کار کونکو څخه پوښتني پيل کړي چې خپله دنده يې په سیمه توګه نده تر سره کړې دا ځکه ، چې د واکسین معیاد یا وخت ته يې پام ندی کړی .

"زموږ د واکسین هغه مسئولین چې په ارغستان ولسوالۍ کې د محل د خلکو لخوا راته معرفي شوي وو، څو اونۍ مخکې یې په یوه کلي کې د شري واکسین تطبیق کړی و ، خو د واکسین وخت ته يې پام نه و کړی . طبي لار ښونه داده ،چې د واکسین د سرپټي له خلاصیدو سره سم په څو ټاکل شویو ساعتونو کې ماشومانو ته ورکړل شي او که د وخت په تیریدو سره تطبیق نشي، باید وغورځول شي . خو دوی دا کار ندی کړی هغه دوه ماشومان ، چې مړه شوي د هغوی کورنۍ ته د عضر لپاره زموږ کسان ورغلي او شاید ستونزه ژر حل شي ، چې موږ د واکسین تطبیق بیا پيل کړو. خو دا کومه سیاسي انګیزه نلري " .

پر همدې مهال د کندهار ولايتي شورا چارواکي وايي ، که د مرستې غوښتنه ورڅخه وشي نو چمتو دي ،چي د خپل نفوذ څخه په ګټه اخيستنه د نوموړي کمپاین په اغیزمن تطبیق کي مرسته وکړي .

د کندهار د ولایتي شورا ریس حاجي سید جان خاکریز وال وویل ، عمده ستونزه د واکسین په هغو رضا کارانو کې ده، چې دنده اخلي خو بیا يې په سمه توګه نه تر سره کوي .

"موږ معلومات لرو، اکثریت دغه خلک چې دوی ګمارلي ، خپل کار په سم ډول نه تر سره کوي ، له لرو سیمو څخه موږته خلک راغلي او وايي ، چې واکسین ورته ندی تطبیق شوی ، که زموږ سره مشوره وشي ، اماده یو چې پولیو واکسین په غیزمن ډول عملي کولو کې د پام وړ همکاري وکړو او داسې کسان به ورته پيدا کړو ، چې ښه کار تر سره کړي "

د افغانستان د جنوبي حوزې له ولایاتو څخه هلمند یوازنی ولایت دی ،چې د پوليو یا ګوزڼ يوه پېښه د روان کال په پيل کې پکښې ثبت شوې .

دغه راز د پاکستان او افغانستان ترمنځ د افغانانو د زیات تګ راتګ له کبله روغتیايي مسئولین وېره لري چې دا ناروغي یو ځل بیا زیاته نشي .

د کندهار د عامي روغتیا ریاست وايي، دوی په دې حوزه وي کمپاین کې د خپل ولایت په کچه تر پنځه سوزه زره زیات د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په پلان کي لري ، چي د ګوزڼ ضد واکسین ورته تطبیق کړي ، خو د ټولې حوزې په کچه دا شمېر

یو اعشاریه شپږ ميلیونه ماشومانو ته رسیږي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG