د لاس رسي وړ اتصالات

د رسنیو په ازادۍ برید؛ طالبانو په کاپیسا کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول بند کړل

د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول بند دي.
د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول بند دي.

د «افغانستان د خبریالانو مرکز» وایي چې طالبانو د کاپیسا په ولایت کې هم په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیز لګولی دی.

دغه مرکز په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو حکومت په کاپیسا کې رسنیو ته په دې اړه رسمآ خبر ورکړی دی. وايي دا خبر د «امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر» ریاست له لوري ورکړل شوی دی. له دغه بندیز څخه وروسته اوس د کاپیسا «ملي تلویزیون خپله بڼه راډیویي خپرونو» ته اړولې ده.

کاپیسا پنځه‌ ویشتم ولایت دی چې طالبان په کې په رسمي ډول د ژوندیو موجوداتو انځورونو په خپرولو بندیز لګوي.

تر دې مخکې په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندی، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ، هرات، پکتیا او ارزګان ولایتونو کې هم دا بندیز لګول شوی و.

دا مهال، په دې ولایت کې د دولتي رسنیو سربېره، خصوصي رسنۍ لکه د «نجراب غږ، د حقیقت ندا او د غږ انګازې هم فعالیت لري، چې ټولې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د بندیز تر اغېزې لاندې راغلي» دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کاپیسا کې د دې نوي بندیز په اړه «ژوره اندېښنه څرګندوي او د خبر رسونې د بهیر، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي پر وړاندې د دې بندیز د پایلو په اړه خبرداری» ورکوي او وايي چې دا «بندیزونه د لا ډېرو رسنیو د تړل کېدو او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د پراخې بیکارۍ» لامل شوی دی.

دغه مرکز په خپله خپره شوې اعلامیه کې زیاتوي چې دا نوي بندیزونه د افغانستان د ډله‌یزو رسنیو له قانون سره په بشپړ ټکر کې دي، هغه قانون چې د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د تطبیق وړ بللی دی.

دغه مرکز له طالبانو غوښتي چې د انځورونو د خپرولو د بندیز په فرمان بیاکتنه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې د رسنیو د قانون له مخې د عمل ازادي ولري چې خبریالان وکولای شي پرته له وېرې او فشار څخه خپل کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې طالبانو د رسنیو د شاوخوا ۱۰ ملاتړو بنسټونو جوازونه لغوه کړل. د بخښنې نړیوال سازمان په یوې اعلامیې ویلي چې د دغو بنسټونو د جوازونو لغوه کول او د هغوی د فعالیتونو بندول د طالبانو په لاس په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو او له منځه وړلو د نه‌ درېدونکي کمپاین یوه برخه ده.

دغه سازمان پر طالبانو غږ وکړ چې طالب واکمن چارواکي دې باید سمدستي دا پرېکړه بېرته واخلي او ډاډ ورکړي چې یاد بنسټونه وکولای شي خپل قانوني او مسلکي فعالیتونه له ګواښ او فشار پرته ترسره کړي.

خو، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه بنسټونه په غیرمسلکي چلند او په نړیواله کچه د رسنیو د بنسټونو د اعتبار زیانمنولو تورن کړي دي. هغه ادعا چې ددې بنسټونو له خوا رد شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG