د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د جنرال منیر غیرمسوولانه څرګندونې د کابل او اسلام اباد اړیکو ته زیان رسوي


د طالبانو د حکومت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت
د طالبانو د حکومت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت

د طالبانو حکومت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت د افغانستان په تړاو د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د جنرال منیر دا ډول څرګندونې د پاکستاني چارواکو بې کفایتي ښيي او د افغانانو پر وړاندې د هغه څرګندونې له سپکاوي ډکې ګڼي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له خوا د شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۷ (سلواغې اووم) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د محمد فصیح الدین فطرت له قوله ویل شوي چې پاکستانیان باید د خپلو حکومتي چارواکو له خوا د داسې نظریو پر وړاندې چې هغه مغرضي ګڼلي غبرګون وښيي، چې د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ترمنځ د کرکې لامل کیږي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "ښاغلی منير چې د خپل هېواد د يو وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼي، په حقيقت کې د يو مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی. په داسې حال کې چې دوی نه شي کولی د خپلو هېوادوالو امنیت تامین کړي او د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو وراچوي".

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د جنورۍ پر ۲۴مه (پنجشنبې ورځ) په پلازمېنه اسلام اباد کې د ځوانانو یوې غونډې ته ویلي، "که د یو پاکستاني ژوند ته هم ګواښ پېښېږي نو افغانستان به نابود کړي."

جنرال عاصم منير ویلي چې "تر ټول افغانستان ورته د یو پاکستاني وګړي ژوند زیات ارزښت لري".

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې نوموړي په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي، چې پر لوېدیځه پوله پروت هېواد [افغانستان] کله هم له پاکستان سره دوستي نه ده ښودلې، او په بلوچستان کې له اوږدې مودې راهیسې د پاڅونکونکو سره مرسته کوي.

جنرال عاصم د ځوانانو غونډې ته ویلي دي، "افغانستان یوازینی هېواد دی چې د پاکستان تر ازادۍ وروسته یې په ملګرو ملتونو کې د دغه هیواد له غړیتوب سره مخالفت کړی و."

که څه هم د جنرال منیر دغو څرګندونو ته یو شمیر افغان سیاسي شخصیتونو او د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو تند غبرګونه ښودلي او د هغه څرګندونې یې پارونکي او د افغانانو پر وړاندې د پاکستان د پالیسۍ برخه ګڼلې ده، خو طالبانو حکومت په لومړي ځل د جنرال منیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د حکومت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو د پاکستان د پوځ تورونه هم رد کړي او ویلي دي: "د غیر مسوولانه نظرونو څرګندول یوازې دا چې، ستونزه نه حل کوي؛ بلکې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښې اړیکې هم زیانمنوي".

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د پاکستان د پوځ مشر وروستیو څرګندونو ته دا غبرګون په داسې حال کې ښودلی چې د ددغه حکومت د سرحدونو او قبائیلو د چارو وزارت سرپرست نورالله نوري د شنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ننګرهار په ولایت کې د تورخم له سرحدي سیمې د لیدنې پر مهال ویلي چې افغانستان د پاکستان سره کوم رسمي سرحد نلري، بلکې د دواړو هیوادو ترمنځ یوه فرضي کرښه شتون لري.

نورالله نوري د یو خبریال د یوې پوښتنې په غبرګون کې وویل، چې افغانستان د پاکستان سره "رسمي سرحد او صفري نقطه نلري او د ډیورند کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه فرضي کرښه ده."

د پاکستان حکومت لا د ښاغلي نوري څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ددغه هیواد چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه رسمي کرښه ده او ددغو دوو هیوادونو ترمنځ د سرحد په اړه بحثونه پای ته رسیدلي دي.

افغانستان د پاکستان سره شاوخوا ۲۶۷۰ کیلومتره اوږد سرحد لري چې د هند په نیمه وچه کې د پاکستان د جوړیدو دمخه د بریتانوي ځواکونو د حضور پر مهال دا سرحد کښل شوی دی.

د پاکستان پوځي او ملکي لوړپوړو چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې په پرله پسې ډول ويلي چې په په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پیښې ډیرې زیاتې شوي دي.

دغوچارواکو ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د وسله والې ډلې په ګډون ترهګر د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ددغه هیواد په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه رد کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG