د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له لوري د وژل شویو "افغان کادرونو مستند" چاپ شو


دا کتاب په دوو ټوکو کې چاپ شوی دی
دا کتاب په دوو ټوکو کې چاپ شوی دی

د افغانستان د ملي امنیت شورا د هغو افغان "کادرونو" کتاب چاپ کړی دی چې په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د وسله طالبانو او نورو اورپکو په بریدونو او چاودنو کې وژل شوي دي.

دا کتاب چې په دوو ټوکو کې دی د دوشنبې په ورځ (سپتمبر۲۳) په کابل کې خپور شو. د‌ ملي امنیت شورا ویاند محمدکبیر حقمل امریکا غږ ته وویل چې په دغه کتاب کې د سلګونو (ډاکټرانو، ماسټرانو، انجینرانو، روغتیاپالو، ښوونکو، خبریالانو، مامورینو، قومي مشرانو) او نورو وژل شویو افغانانو نومونه، تصویرونه، لنډه پېژندنه، د وژلو علتونه او ځایونه خپاره شوي ‌دي.

کتاب ته د (زرګونه جنایات، د طالبانو په لاس کې د افغان کادرونو او قومي مشرانو قتل عام) نوم ورکړل شوی دی.

لا دقیق معلومات نشته چې په تېرو څو کلونو کې د طالبانو په بریدونو کې څومره افغان (کادرونه) وژل شوي دي،‌ خو په دغه کتاب کې د ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۹ میلادي کلونو پورې پېښې ثبت شوي دي.

په کتاب کې د یو شمېر دیني عالمانو، ښوونکو، فعالانو او نور تر څنګ د وژل شویو خبریالانو نومونه هم شامل دي. په خبریالانو کې د آزادۍ راډیو، فرشته محرم درانۍ، عبادالله حنانزی او سباون کاکړ نومونه، تصویرونه او لنډه پېژنده هم شته. دوی درې واړه له ځینو نورو خبریالانو سره یو ځای په کابل کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شول.

همدغه راز د کابل د دیني‌ عالمانو د شورا غړي مولوی ریحان یادونه هم شوې ده، مولوي ریحان په افغانستان کې د طالبانو د وسله والې جګړې مخالف و او په ممبر کې په یوې چاودنې کې ووژل شو.

د پوهنتون د استادانو په ډله کې د نقیب احمد خپلواک نوم هم راغلی دی، دی په کابل کې په امریکايي پوهنتون کې استاد و چې د طالبانو په ډله ایز برید کې ووژل شو.

په پېښور کې د افغانستان سرقونسل عبدالله پویان نوم او تصویر هم خپور شوی چې د کابل د انټرکانټینېنټل په هوټل باندې د طالبانو په برید کې ووژل شول.

پر دې سربېره د ښځو د حقونو د ګڼو فعالانو او مدني مبارزو تصویرونه او نومونه هم د دغه کتاب مهمې برخې جوړوي وي. په افغانستان کې‌ په روان تاوتریخوالي سلګونه زره خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي،‌خو دا لومړی ځل دی چې د (افغان وژل شویو کادرونو) په یاد کتاب چاپیږي

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG