د لاس رسي وړ اتصالات

احساني: سید باقر محسني د 'طالبانو له بند' څخه خوشې شو


سید باقر محسنی، تحلیلگر افغان

یو سیاسی فعال چې د سید باقر محسني د خوشې کیدو لپاره یې کمپاین کاوه امریکاغږ ته تائید کړه چې د پوهنتون دغه استاد او د طالبانو منتقد ددې ډلې له بند څخه خوشې شوی دی.

سید میثم احساني، نن د مارچ په شپږمه (کب ۱۵) د امریکاغږ ته وویل چې د ښاغلي محسني صحت ښه دی او د افغانستان د خلکو له ملاتړ څخه یې مننه کړې ده.

له دې دمخه ښاغلي محسني ته یو نژدې شخص سید مسعود کاظمي، ویلي وو چې دغه استاد د دوو تنو ملګرو سره د جمعې په ورځ په کابل کې د طالبانو له لورې نیول شوی او یو نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.

محمد باقر محسني تل په تلویزیوني بحثونو کې د طالبانو حکومت د چلند په اړه تند انتقادونه کړي و او تر دې مخکې هم پر رسنیو د طالبانو د فشار او سانسور په اړه څرګندونې کړي وې.

ښاغلي محسني په دې وروستیو کې پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي و: "د نور تلویزیون په وروستۍ خط خپرونه کې مې د قطر د سیاسي دفتر له ویاند نعیم وردګ سره ګډون کړی و. خو دغه پروګرام د حاکمې ډلې د فشار له امله خپور نشو، د هغه د خپرولو د عواقبو له امله یې خبرداری ورکړی و... زه فکر کوم چې فشار او سانسور که زیات شي، د انتقاد هیڅ ډول غږ نوي، یو اړخیزه غږ ټولنه کوم ځای ته نه رسوي."

خو بیا هم طالبانو تر اوسه د پوهنتون ددغه استاد او د سیاسي مسایلو د نیولو او یا خوشې کولو په اړه څه ندي ویلي.

عدالت غوښتنه او غبرګونونه

د ښاغلي محسني د نیول کېدو په غبرګون کې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کارونکو غبرګونونه ښودلي او «سید باقر محسني ازاد کړی» کمپاین یې پیل کړی دی.

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړي فوزیه کوفي پر خپل ټویټر پاڼه د ښاغلي محسني نیول کېدوته غبرګون ښودلی او ویلي دي: "تدریجي مرګ یعني دا چې د ازادۍ، د نظر او عقیدې څرګندولو حق ونلري،خلک باید شاهد وه اوسي چې دغه ډول چلند په تیر کې هم دوام نه دی کړی."

افغان شاعر او لیکوال مجیب مهرداد هم د ښاغلي باقر د نیول کېدو په اړه پر طالبانو انتقاد کړی دی: "سید باقر محسني په کابل کې د طالبانو په وړاندې د خلکو د غوښتونو په اړه روښانه او بې مثاله خبرې کولې، اوس د خلکو نوبت دی چې د هغه را خلاصولو لپاره هڅې وکړی."

XS
SM
MD
LG