د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په هېڅ یوې ډلې مو وسلې خرڅې کړې نه دي


عکس:‌ ارشیف
عکس:‌ ارشیف

طالبانو هغه راپورونه رد کړي چې ګنې دغې ډلې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو څخه پاتې وسلې په نورو ډلو خرڅې کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ جولاۍ لسمه (چنګاښ ۱۹) په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د وسلو پلورولو په اړه «په امریکا کې د ځینو کړیو» ادعاوې ردوي. هغه په خپل ټویټ کې د کوم مشخص کس یا ډلې نوم نه دی اخیستی.

تېره اوونۍ (Small Arms Survey) په نامه په سویس کې مېشت بنسټ او د افغانستان سولې څار په خپل راپور کې لیکلي وو چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسلو پیر او پلور روان دي.

دغو دوو بنسټونو ویلي، چې دغه څېړنیز راپور د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې په هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې چمتو شوی او د دوی څېړونکو په دغو درېیو ولایتونو کې د وسلو شپږ بازارونه لیدلي او داسې اسناد یې ترلاسه کړي، چې ولسي وګړو او سیمه ییزو وسلو پلورونکو ته صادر شوي دي.

خو مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «ټولې وسلې، تجهیزات او وسائط د هیواد په ډیپوګانو او ذخائرو کې محفوظ شوي او هیچاته اجازه نشته چې آن یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري.»

په راپور کې همدغه راز ویل شوي‌ وو، په داسې حال کې چې طالبانو د دلالانو د ځینو کوچنیو قاچاقونو مخه نیولې ده، خو له سیمه ییزو تروریستي شبکو سره د دې ډلې ثابتو اړیکو زیاتې اندیښنې رامنځته کړي دي.

دغه بنسټ ویلي چې مرکې او د ټولنیزو رسنیو څارنه د پولې هاخوا د قاچاق شواهد ښیي، که څه هم دا موضوع لاهم د ساحوي تحقیقاتو لخوا په بشپړه توګه نده تائید شوي.

په راپور کې ویل شوي چې د ادم خېلو په دره او پېښور کې د وسلو پلورونکو له دغو څیړنیزو بنسټونو سره په تماس کې ادعا کړې چې د امریکا پوځي تجهیزات خرڅوي.

په راپور کې راغلي: «په افغانستان او پاکستان کې د وسلو پلورونکي د متحده ایالاتو د پوځي تجهیزاتو، چې M4 او M16 ټوپکونه، د شپې د لید او حرارتي دوربینونه او نور لوازم په کې شامل دي، په خرڅلاو کې ډیر احتیاط کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د غوایي په میاشت کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش د یو راپور په خپرولو سره تائید کړه چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې او پوځي تجهیزات له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

په هالنډ کې میشت د تروریزم سره د مبارزې نړیوال مرکز هم مخکې ویلي وو چې د وسلو او پرمختللو پوځي تجهیزاتو هغو لوی زیرمو ته چې امریکا او ناټو افغان ځواکونو ته ورکړي وو د طالبانو لاس رسي په سیمه کې جدي امنیتي اندیښنې رامنځ ته کړي او داسې ویره شته چې د دغو وسلو یوه برخه د سیمه ییزو ترهګرو ډلو لاس ته ورشي.

XS
SM
MD
LG