د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د افغانستان له اړخه د امنیتي ګواښونو په اړه د پاکستان اندیښنې بې ځایه دي


د ډیورند پوله
د ډیورند پوله

د طالبانو حکومت د افغانستان څخه پاکستان ته د امنیتي ګواښونو په اړه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په دې باب د اسلام اباد اندیښنې بې ځایه دي.

په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې اسلام اباد او دوشنبه د افغانستان له اړخه د ورته امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

خواجه اصف دا څرګندونې له پاکستان څخه د تاجیکستان د دفاع د وزیر شیرعلي میرزو په مشرۍ د یو پلاوي د سفر پر مهال کړي دي.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د خواجه اصف څرګندونې بې اساسه بللې دي. بلال کریمي رسنیو ته ویلي، چې په کار نه دي، چې دغسې بې ځایه او د اسنادو پرته اندیښنې مطرح شي.

ښاغلي کریمي ویلي: "باید د دپلوماتیکو اړیکو په پراختیا، سوداګرۍ او اقتصاد باندې کار وشي ترڅو په سیمه کې استحکام رامنځ ته شي".

د امنیتي چارو یو افغان کارپوه اسدالله ندیم په دې باور دی، چې د افغانستان له اړخه پاکستان او تاجیکستان ته ورپیښ امنیتي ګواښونه یو ډول نه دي.

د امنیتي چارو دا کارپوه وايي، چې تاجیکستان یو کوچنی قلمرو او نسبتآ کمزورې اردو لري، خو هلته روسیه اډې لري که چیرې د روسیې ګټې ایجاب کړي کولی شي پر تاجیکستان باندې معامله هم وکړي، د همدې له امله د تاجیکستان حکومت اندیښنې لري او حق په جانب هم دی. ښاغلي ندیم وویل: "پاکستان د افغانستان له قلمرو څخه په دومره کچه اندیښنې نلري او د یو ډول ځان مظلوم ښودلو هڅه کوي، پاکستان په افغانستان کې ډیر اوږد لاس لري ، پر طالبانو باندې نفوذ لري او د طالبانو سیاست هم د پاکستان د همغږۍ څخه بهر نه دی".

اسدالله ندیم د تحریک طالبان پاکستان ګواښ د پاکستان حکومت لپاره یو کوچنی ګواښ ګڼي او په دې باور دی، چې دا ستونزه د پاکستان داخلي ستونزه ده.

د پاکستان د دفاع وزیر دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې کړي، چې د هند او پاکستان د حکومتونو مشرانو د جولای څلورم ( چنګاښ ۱۳) د شانګهای په سرمشریزه کې ورته اندیښنې څرګندې کړې وې او په سیمه کې د امنیتي ګواښونو او د ناامنۍ د خپریدو د مخنیوي غوښتنې کړې وې.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي خبرداری ورکړ او ویې ویل چې افغانستان د بې ثباتۍ د خپرېدو سرچېنه ده.

هغه وویل: "د افغانستان وضعیت زموږ د ټولو په امنیت اغیز کړی دی. د افغانستان په اړه د هند اندېښنې او هیلې د شانګهای د هکاریو د سازمانو د غړو سره مشترکې دي. د افغانستان د خلکو د ښیرازۍ لپاره باید ګډ کار وکړو."

مودي د کوم هېواد د نوم له اخیستلو پرته وویل چې ځينې هېوادونه له ترهګرۍ څخه په خپله ګټه کار اخلي. نوموړي ټېنګار وکړ چې د افغانستان له خاورې څخه نباید په نورو هېوادونو کې د ترهګریزو بریدونو لپاره کار واخیستل شي.

په دغې مجازي غونډې کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له طالبانو سره په تعامل کې د "جدي بیا ارزونې" غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه بې حرکته پاتې شوې او په خبره یې باید دا وضعیت ژر بدل شي.

نوموړي ټېنګار وکړ چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره حیاتي مرستو ته اړتیا ده. هغه وویل: "نړیواله ټولنه باید په مانا داره ډول د افغانستان له حکومت سره تعامل وکړي چې نور ګامونه واخیستل شي. په همدې ډول، د افغانستان حکومت باید کلک ګامونه واخلي او دا اطمینان ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د هېڅ یوې ترهګرې ډلې د فعالیتونو لپاره نه استفاده کېږي."

پاکستان او تاجیکستان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په وار وار د افغانستان څخه دغو هیوادونو ته د ناامنۍ د خپریدو په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي. همداشان پاکستان دا خبره کړې، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې فعال دي او په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي یو علت هم همدا دی.

خو طالبان وايي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.

XS
SM
MD
LG