د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: طالبان د نړیوال رسمیت لپاره ملي مشروعیت ته اړتیا لري


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکاغږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په ټولو هیوادونو کې، ملي مشروعیت درلودل د نړیوال رسمیت اساس دی او طالبان باید لومړی د خپلې حکومتوالۍ لپاره داسې اساسات رامنځته کړي چې په کې لومړنی اساس ملي مشروعیت وي او دغه مشروعیت یا د انتخاباتو او یا هم د افغانستان د وضعیت په پام کې نیولو سره د لویې جرګې له لارې رامنځته کیدای شي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت باید یو اساسي قانون ولري، حتی که دغه قانون موقتي هم وي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه چې طالبانو د افغانستان شاهي اساسي قانون ته اشاره کړې خو په کار ده چې دغه قانون د یوه فرمان په ترڅ کې نافذ شي او بیا د درې رنګه ملي بیرغ – تور، زرغون، سور – تر چتر لاندې چې د افغانستان مختلفو قوانینو هغه د لویو جرګو له لارې تائید کړی، خپلې حکومتولۍ ته دوام ورکړي.

د ښاغلي کرزي سره د حسیب الکوزي بشپړه مرکه دلته اوریدلای شئ:

د ښاغلي کرزي سره د حسیب الکوزي بشپړه مرکه:
please wait

No media source currently available

0:00 0:19:42 0:00

وروسته له هغې چې د پاکستان د استخباراتو پخوانی رئیس فیض حمید او یو شمیر نور پاکستاني مقاماتو د افغانستان څخه لیدنه وکړه او یا یې هم په مختلفو نړیوالو لیدنو کې د طالبانو سره تعامل ته یې نور هیوادونه وهڅول د افغانانو ترمنځ د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاس وهنې په هکله اندیښنې زیاتې شوې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل چې "پاکستان د افغانستان استازی ندی". هغه ددې ګاونډي هیواد څخه وغوښتل چې د مداخلي، د افراطیت یا تروریزم د تشویق او یاهم زور له لارېنه بلکې د متمدنې او پر مدني اصولو او نړیوالو اړیکو ولاړې رابطې له لارې د افغانستان سره اړیکې وپالي او د افغانستان د استازیتوب هڅه ونکړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه: "مونږ مطمین یو چې اوسنی حکومت، د طالبانو تحریک به پدې هکله حساسیت ښي."

طالبانو د اګست په میاشت کې پر افغانستان باندې له واکمن کیدو وروسته تر اوسه د نجوڼو دپاره د متوسطه او لیسې دورې د ښوونځیو دروازې ندي پرانستي.

حامد کرزي تحصیل ته د نجوڼو پر لاسرسي باندې په ټینګار سره وویل چې دا د نجوڼو "انساني، دیني، ملي، بشري او بین المللي حق" دی.

هغه هیله څرګنده کړه چې د طالبانو حکومت هر څومره ژر چې ممکن وي د نجوڼو تحصیل ته فرصت برابر کړي.

XS
SM
MD
LG