د لاس رسي وړ اتصالات

د خلیلزاد لیري کېدو ته غبرګونونه


زلمی خلیلزاد

د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د استعفا په اړه بېلاب بېل غبرګونونه ښودل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وزیر انټوني بلینکن دوشنبې اکټوبر ۱۸ (تلي ۲۶) په یوې اعلامیې کې د ښاغلي خلیلزاد د دندې د پریښودو د تائید تر څنګ ویلي چې "زه د امریکا ولس ته د هغه (خلیلزاد) د څو لسیزو خدمتونو په خاطر منندوی یم."

خو د افغانستان د تیر حکومت یو شمیر چارواکي او سیاسي څېړونکي د خلیلزاد له کړونو څخه ناراضه لیدل کیږي. یو شمېر په دې باور هم دي چې دغه افغان الاصله امریکايي دپلومات تل د امریکا متحده ایالاتو د ګټو په فکر کې و.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخوانی رئیس رحمت الله نبیل پر خپل ټویټر پاڼه د خلیلزاد له نوم یادولو څخه پرته لیکلي چې: "بالاخره دغه «رند او مکار» سړی افغانستان د نه بدلېدونکي ناورین سره له مخ کولو وروسته له صحنې څخه لیري شو".

ښاغلي نبیل په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

په متحده ایالاتو کې د نړیوال اړیکو څېړونکي فرشید حکیمیار امریکا غږ ته په یوې مرکې کې وویل چې د زلمي خلیلزاد چلند "د افغانستان د سولې د بهیر د ناکامۍ لامل شو".

ښاغلي حکیمیار زیاته کړه: "زلمی خلیلزاد د افغانستان په اړه خپل ماموریت کې ناکام و، د امریکا دولت خلیلزاد ته دنده سپارلې وه چې طالبان د قطر سولې پروسې له لارې له جمهوریت سره یو ځای کړي چې امریکايي ځواکونه هم له افغانستان څخه په عزت سره ووځي."

د افغانستان د حالاتو څېړونکي احمد سعیدي هم پر خپلې رسمي فېسبوک پاڼې لیکلي چې خلیلزاد بالاخره لیري شو او ادعا یې کړې ده چې "د دغه افغان الاصله امریکايي دپلومات میراث بدبختي، ویجاړي، سرګرداني، د یو ناکام ماموریت پای، د افغانستان د نظام سقوط او په نړیواله کچه د امریکا بدنامي .... وه."

په کاناډا کې د افغانستان پخواني سفیر عمر صمد امریکا غږ ته په یوې مرکې کې وویل چې د خلیلزاد په اړه د افغان څېړونکو او سیاسیونو نظرونه د درک وړ دي.

خو د دغه پخواني افغان دپلومات په وینا صرف له دې نظره چې خلیلزاد د افغانستان د خیر او شر په اړه څنګه فکر کوئ، دا یوه شخصي مسئله ده، خو دا باید هیر نکړو چې هغه د تیرو ۴۰ کلونو راپدېخوا د امریکا په استازوالۍ د متحده ایالاتو د ګټو لپاره کار کړی دی او نه د افغانستان لپاره.

هغه زیاته کړه: "په دې خاطر هیڅ توقع دي هیڅ افغان نلري چې موضوعات په یو بل چوکاټ کې وویني."

ښاغلي صمد همدارنګه وویل چې د زلمي خلیلزاد ماموریت قسماً بریالی پای ته ورسېدی. ځکه د امریکا دوه حکومتونو په افغانستان کې د خپل پوځي حضور پای ته رسېدل غوښتل او خلیلزاد دغه کار وکړ.

په امریکا کې یو بل مېشت څېړونکی ادریس رحماني هم له ښاغلي صمد سره یو نظر لري. دغه سیاسي څېړونکي امریکا غږ ته وویل چې د خلیلزاد دپلوماتیک چلند د امریکانو او د افغانستان د سیاسیونو له نظر سره متفاوت دی،خو ټینګار یې وکړ چې د وروستي ماموریت څخه په استثنا ښاغلی خلیلزاد تل د امریکا د پالیسو په تطبیق کې بریالی و.

ښاغلي رحماني وویل: "په اکثرو کارونو کې بریالی و، یوازې د دوحې موافقه کې چې ټاکل شوې وه سمه اجرا شي، ونه شوه."

د دغه سیاسي څېړونکو په وینا د زلمي خلیلزاد او پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ سیالي د دوحې تړون د ناکامیو له اساسي لاملونو څخه شمېرل کیږي.

زلمی خلیلزاد چې په خټه افغان او شاوخوا ۷۰ کاله عمر لري، د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په دورې کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شو. هغه تر دې وړاندې په عراق او افغانستان کې د امریکا سفیر و.

خلیلزاد څه باندې ۱۸ میاشتې په دوحه کې د طالبانو د استازو سره خبرې اترې وکړلې او بالاخره یې د هغوي سره د سولې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکایي عسکر د افغانستان نه راووتل.

XS
SM
MD
LG