د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: طالبان د کارکوونکو کموالي سره مخ دي، پاکستان ته یې مراجعه کړې 


طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول
طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول

امریکایي رسنۍ نیویارک ټایمز راپور ورکړی دی چې د طالبانو حکومت د مسلکي کارکوونکو او بشري ځواک له کموالي سره مخامخ دي ‌او په پاکستان کې یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د نیویارک ټایمز د پنجشنبې د ورځې جنوري ۱۳ (مرغومې۲۳) په راپور کې ویل شوي دي چې د طالبانو په حکومتي ادارو کې تر ډېره هغه جنګیالي او افراد ګمارل کیږي‌ چې په پاکستان کې ارام ژوند لري خو مسلکي مهارتونه نلري. وايي طالبان دا کار د خپلو [مخکنیو] جنګیالیو د خواخوږۍ او ملاتړ خپلولو لپاره هم کوي.

طالبان د ۲۰۲۱ اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او بیا یې خپل موقت حکومت اعلان کړ. نیویارک ټایمز وايي طالبانو ژمنه کړې وه چې په مهمو حکومتي برخو کې به دولتي کارکوونکي او قومي تنوع ساتي،‌ مګر اوس یې د خپل حکومت ټولې مدیریتي‌ برخې په «ملایانو او جنګیالیو» ډکې کړي دي.

راپور وايي چې همدغه راز یو شمېر حکومتي کارکوونکي له افغانستان څخه وتلي او څوکۍ او موقفونه له مسلکې افرادو تش دي.

نیویارک ټایمز وايي‌ اوس طالبانو د دغو ستونزو د حل لپاره پاکستان ته مراجعه کړې ده او غواړي د هغو پخوانیو طالب جنګیالیو څخه په دې برخه کې ګټه واخلي چې له لسیزو راهېسې په هغه هېواد کې ژوند کوي.‌

دا هغه پخواني طالب جنګیالي دي چې د راپور په اساس پاکستان یې تل په خپلې خاورې کې د موجودیت خبره رد کړې ده.

راپور وايي طالبان چې کوم «ملایان» په دندو ګماري، په دوی کې یې اکثریت د پاکستان د «حقاني‌ دارالعلوم» څخه فارغ شوي‌ دي.‌

د طالبانو مشرتابه د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان د اقتصادي سقوط لامل ګڼي، خو ځینې کارپوهان په دې باور دي که همدا نن د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ پرېښودل شي او بندیزونه لېرې شي،‌ د دغه هېواد د ماليې‌ وزارت د افغانستان د خراب بانکي سیستم د بیا رغولو لپاره مسلکي‌ پوهه نلري.

د طالبانو د تعلیم او تربیې د برخې یو مسئول وحیدالله هاشمي نیویارک ټایمز ته ویلي دي‌ د طالبانو په حکومت کې د مسلکي کسانو د کموالي او نشتوالي علت په مخکني حکومت کې لوی فساد دی.‌

ښاغلي هاشمي ویلي دي چې د طالبانو چارواکي د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې له مسلکي افغانانو سره په تماس کې دي چې ویې هڅوي بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د طالبانو د موقت حکومت د اعلان په ورځ د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې وزارتونه «سیاسي موقفونه» دي او په نورو برخو کې به مسلکي کسان په دندو ګماري. د طالبانو ټوله کابینه «ملایان» دي او یوه ښځه هم په کې نشته.

نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نورو برخو تر څنګ د داسې یو حکومت جوړېدل غواړي چې په کې د افغانستان د ټولو قومونو استازي وي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت مرستیال ملا برادر د افغانستان له «ملي تلویزون» سره په یوې مرکې کېادعا وکړه چې پهحکومت کې یې د ټولو قومونو خلک شته دي.

هغه وویل: «... تاسو وګورئ چې کوم قوم اقلیت او اکثریت نشته په کې،‌ او کوم قوم داسې پاتې دی چې هغه ته دې د خپل استعداد او اهلیت په اساس عهده ده نه وي سپارل شوې.»

نوموړي په دې مرکې کې دا خبره هم کړې وه چې ځینو هېوادونو ورڅخه غوښتي چې د مخکني حکومت یو شمېر چارواکي په خپل حکومت کې داخل کړي،‌ خو هغه وویل: «....موږ خپل نظام په داسې خلکو باندې نه بدناموو،‌ نه یې په خپل دغه (حکومت کې) راولو. بې له هغو نومونو ماسیوا،‌ نور دغسې خلک شته په کې او کېدای شي موږ په تدریج سره هغه خلک بیا له ځان سره ملګري کړو».

XS
SM
MD
LG