د لاس رسي وړ اتصالات

ازادۍ ته د افغانانو اندیښنه؛ طالبان له لوبو څخه خوند اخلي


زیات شمیر خلکو ته د طالبانو د لوبو او ساعتیرۍ ویډوګانې خکه ډیرې عجبیه ښکاري چې خلک دوی یوازې د یوې جګړه مارې ډلې په توګه پیژني.

د طالبانو له خوا د افغانستان د نیولو وروسته له ډیرو ورځو راهیسې په خوالو رسینو کې د طالبانو د لوبو انځورونه او ویډیوګانې خپریږي او خلک په ټولنیزو رسنیو کې ورباندې بحثونه کوي.

دغو ویډیوګانو ته ځکه د خلکو پام اوښتی دی چې دوی طالبانو ته د یوې جګړه مارې ډلې په سترګه ګوري چې ځانمرګي یا هدفي بريدونه کوي، ښځې او نجوني په کور کیښنوي او په نارینوو د ږیرو د خرییلو بندیز لګوي.

د فرانس پرس له خوا په یوې خپرې شوې ویډیو کې په کلاشینکوفونو او نورو وسلو سمبال هغه طالبان ښودل شوي چې د ماشومانو په ټالونو کې زانګي. په ویډیو کې ښکاري چې یو شمیر طالبان چې عمرونه یې د اتلسو او ۵۲ کلونو ترمنځ دي کابل ښار ته څیرمه د قرغې په تفریحي پارک کې لوبې کوي.

په تیرو شپږو اونیو کې چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، د طالبانو د لوبو ویدیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي.

د هرات د لوبو پارک کې د طالبانو د لوبو په یوې ویډیو باندې د تویتر ځینو کارونکو تبصرې کړي. یو کس لیکلي.

ایا خدای ددې اجازه درکوي؟

زرغونه عبیدي بیا په یو ټویت کې لیکلي: د خپلو بې ګناه هیوادوالو د وژلو په بیعه راغلي دا ډول تفریح دې پر دوی زهر شي.

خو پښتنه نثار په فیسبوک باندې یوه ورته ویدیو خپره کړې او ورته یې لیکلي چې طالبانو ته یې غوسه نه راځي بلکې زړه یې پرې خوږیږي، ځکه جګړو له دوی نه ماشومتوب او عادي ژوند اخیستی دی.

آغلې پښتنې لیکلي، که مو داسې ویډیوګانې ولیدئ متعجبه کیږئ مه، مه خفه کیږئ او مه دوی ملامتوئ، لا خوشاله شئ چې دې خلکو د وحشت او ځانمرګو بریدونو نه نورمال ژوند ته مخه کړې ده.

که څه هم طالبانو دا ځل نړیوالو ته ژمنه کړې ده چې د تیر ځل په پرتله به مترقي مقررات وټاکي خو طالبانو د مخه لا د نجونو په سپورت، د شپږم ټولګي نه پورته ښوونځي ته د نجونو په تګ او کار ته د ښځو په تګ بندیز لګولی.

طالبان وایي چې د نجونو د ښوونځیو لپاره په طرزالعمل کوي چې له بشپړېدو سره به یې له شپږم ټولګي پورته تر دولسم پورې د نجونو زده کړې پیل شي.

XS
SM
MD
LG