د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ۳۶ کسان په خوست کې عام محضر کې په درو وهلي

طالبانو د افغانستان په خوست ولایت کې لږ تر لږه ۳۶کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (د جنورئ ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دې کسانو ته د "نشه یي توکو، د نامشروع اړیکو په جرم او د لوطات په تور" په عام محضر کې سزا ورکړل شوې ده.

د دې محکمې د معلوماتو په اساس، دا کسان له یو کال څخه تر دوو کلونو بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ درو محکوم وو.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته په رسېدو ، په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول پیل کړل.

طالبانو په دې وروستیو کې اعلان کړی وو چې د دې ډلې د مشر د حکم په اساس په ۲۰۲۵ کال کې شپږ تنه په افغانستان کې اعدام شوي او ۱۱۱۸ تنه نور د بېلابېلو تورونو له امله په عام محضر کې په درو وهل شوي وو.

ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو دا ډول سزاګانې د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف ګڼي، غندلي یې دي او د بندولوغوښتنه یې کړې ده.

د بشري حقونو ادارې وایي چې د طالبانو حکومت معیاري قضایي نظام نلري او هغه کسان چې د دوی له لوري په جرمونو تورنیږي، له عادلانه او منصفانه محاکمې پرته، مجرم پېژندل کیږي.

د نړیوالو غبرګونونو او نیوکو سره سره، طالبان دا ډول سزاګانې له شریعت سره سم بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG