د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو مرکز: خوست کې د خبریالانو نیول د رسنیو له قانون سرغړونه ده


له ښي څخه چپ ته: سخي سرور میاخیل، محمدالدین شاه خیالي، عبدالرحمان آشنا او پامیر اندیش مهیدی
له ښي څخه چپ ته: سخي سرور میاخیل، محمدالدین شاه خیالي، عبدالرحمان آشنا او پامیر اندیش مهیدی

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي څلور افغان خبریالان او د رسنیو مسئولین چې دوه ورځې وړاندې په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له خوا نیول شوي وو، ازاد شوي دي.

د رسنیو د ملاتړ دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۰ (غوايي ۲۰) په یوې اعلامیې کې د رسنیو ددغو کارکوونکو په خوشې کېدو خوښي څرګند کړه ده او د هغوی نیول یې د ډله ایزو رسنیو له قانون څخه سرغړونه بللې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: "باید د دوی ازادي نه وای اخیستل شوې. د ټوليزو رسنيو د قانون له مخې رسنۍ او خبريالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازاد دي او مسئولين بايد د دوى کار محدود نه کړي، وې نه ګواښي، بلکې ملاتړ يې وکړي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د رسنیو دا کارکوونکي په داسې حال کې نیول شوي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېره میاشت ژمنه وکړه چې د رسنیو او خبریالانو قضیې به یوازې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د کمیسیون له لارې حل او فصل کیږي.

دې مرکز وړاندې ویلي و چې، د غرغښت راډیو تلویزون مسئول مدیر سخی سرور میاخېل، د ولس غږ راډیو مسئول مدیر محمدالدین شاه خیالي، د چنار راډیو مسئول مدیر پامیراندیش مهیدي او د نن راډیو خبریال عبدالرحمان اشنا په خوست کې د "امربالمعروف او نهي عن المنکر" ادارې ته احضار شوي وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي د امر بالمعروف ادارې د رسنیو پر دغو مسئولینو تور لګولی چې رسنیو ته د "اسلامي امارت" لخوا د ټاکل شویو اصولو څخه یې سرغړونه کړې ده.

طالبانو په خوست کې رسنیو ته ویلي وو چې موسیقي دې نه خپروي، د خبریالانو مرکز وايي، ممکن دا خبریالان له همدې کبله نیول شوي وي.

د "رسنیو بازار" په نوم د خبریالانو د ملاتړ بنسټ د امربالمعروف ادارې له لورې د خبریالانو په نیولو نیوکه کړې ده. ددې بنسټ مشر حامد پویا وايي د رسنیو یاد کارکوونکي له دوو ورځو قید وروسته په لیکلي ضمانت خوشې شوي دي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "په زړه پورې خو دا ده چې دا ځل خبریالان د یوې داسې ادارې لخوا نیول شوي او دوه ورځې په حبس کې ساتل شوي چې د رسنیو له کار سره هیڅ راز تړاو نه لري."

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ویاند شبیر احمد عثماني له خولې ویلي دي چې دا خبریالان "نیول شوي نه دي، بلکې د ځینو مهمو مسائیلو په اړه" غوښتل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېر یو کال کې یې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر ازادۍ د تیري ۲۳۷ قضیې ثبت کړي دي. دا مرکز وايي ۹۴ خبریالان نیول شوي چې له دې جملې څخه افغان فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او خیرالله پرهر لا هم په بند کې دي.

XS
SM
MD
LG